چين کوویډـ۱۹ ویروس څنګه کنټرول کړ؟

تر اوسه دا لا نه ده مالومه، چې کوويډـ۱۹ ويروس له څه شي پیدا شوی او څنګه يې انسان ته سرایت کړی، په اړه يې بېلا بېلې خبرې کیږي، خو شک دا دی، چې ښايي له حيواناتو څخه انسانانو ته ورغلی وي.    د دغه ویروس څرک په لومړي ځل د تېر کال په پای کې د چين د هوبۍ ولایت په ووهان ښار کې ولګېده او ډېر ژر يې پر نړۍ خپله لمن وغوړوله. که څه هم همغه وخت يې چين ورخطا کړی و او نړۍ هم په تېره بیا لوی هيوادونه د دغه هيواد په ننداره وو، چې څنګه کولی شي، د دې ويروس مخه ونيسي.  
 دلته په دغې لېکنې کې د چين د نورو ولايتونو او ښارونو په اړه خبرې نه کوم، یوازې غواړم، چې د کوویدـ۱۹ ويروس د خپرېدو په درشل کې د پلازمېنې بېجینګ په اړه په لنډو ټکو کې هغه څه ولیکم، چې خپله يې شاهد پاتې شوی یم. د چين په پلازمېنه بېجينګ کې شاوخوا ۲۵ ميليونه خلک اوسیږي او د هوبۍ ولایت له ووهان ښار سره کابو دوه زره کيلومتره واټن لري.
 
په چين کې د ناول کورونا ویروس د څپې په پورته کېدو سره د دې هيواد د پلازمېنې بېجينګ لوی او پراخ سړکونه تک تور پراته وو او یوازې به انبولانسونه پرې ښکته پورته کېدل.
 
د دې لوی ښار لارې او کوڅې له خلکو خالي پرتې وې، په لویو مارکيټونو کې به د ګوتو په شمېر خلک ښکارېدل، د هرچا پر مخ به د خپګان خړ ګرد پروت و او په ټول ښار کې داسې خاموشه خاموشي خوره وه، چې په لېدو يې ذهن ته د کابل د نویمې لسیزې انځورونه راتلل او هو باهو يې د کابل همغه حالت ته ورستنولې، خو توپیر يې دا و، چې دلته یوه ښخته له بلې ښختې نه وه کوزه شوې، د دې ښار لوړو او دنګو ودانيو همغسې د ښایست شغلې وهلې، خو خلک يې د یوه نامالوم او پټ دښمن لاس ته لوېدلي وو او نه پوهيدل چې څه وکړي؟
 
کله چې د چين حکومت د کورونا ویروس پرضد د جنګ اعلان وکړ، نو ټولو چينايانو يې پر وړاندې مبارزې ته را ودانګل، د ياد پټ دښمن پر وړاندې يې سنګر ونيوه، له خپل دولت سره اوږه پر اوږه جنګيدل، چې په پايله کې يې د کوویډـ۱۹ويروس ملا غټه ماته کړه او نسبي بری يې خپل کړ.  د چين د دې نسبي بري راز یوازې د چين دولت پر هلو ځلو پسې نه دی تړلی، بلکې د دې هيواد ملکي وګړيو هم لویه قرباني ورکړه، په خپلو کورونو کې يې د زندان په څېر شپې او ورځې تېرې کړې او لنډه دا چې د دولت خبره يې ځمکې ته نه غورځوله.
 
د يو هيواد دولت په یوازې ځان هيڅ  نشي کولی، چې ځان له داسې پټ دښمن او بلا خلاص کړي، بلکې په داسې وخت کې خلک لاس په کار کیږي او د خپل دولت تر شا کلک دریږي.
 
 چينایان هم له خپل دولت سره اوږه په اوږه ودرېدل او د خپل دولت خبره يې د ځمکې تل ته پرېنښوده.  د چين دولت په یوازې سر نه بلکې د خپلو خلکو پر مټ يې د کورونا ملا ماته کړې ده، که څه هم په دې وروستيو کې دغه هيواد کې کله نا کله د دې ویروس د نویو پېښو خبرونه ورکول کیږي، خو په ټوله کې په دغه هيواد کې پر کرونا د اخته ناروغانو شمېر د ګوتو شمار ته راغلی او یا هم په نیشت حساب دی.
 
 کوويډـ۱۹ ویروس اوس د نړۍ هر هیواد تر خپلې سېنې لاندې راوستلی، د ګردو هيوادونو په تېره بيا د لویو هيوادونو اقتصادي ودې يې ننګولي او د نړيوال اقتصاد ستنې يې لړزولې دي او د نړۍ ډېری خلک يې فقر او لوږې سره مخ کړي دي.
داسې ښکاري، چې امريکا، برازیل، روسيه او هند يې تر ټولو ډېر سخت ځپلي دي.   په داسې حال کې چې کوویډـ۱۹ ويروس پر ګردې نړۍ خپلې منګولې لګولي، د نړ د لويو پرمختللو او پرمختيايي هيوادونو ترمنځ ناندرۍ هم زیاتې شوي او د دې ویروس د مخنيوي او وقايې په برخه کې یو پر بل د ناغېړۍ تورونه لګوي. اوس بدبختي دا ده؛ ځیني هيوادونه د دې پر ځای چې د دغه ويروس مخه ونيسي، خپل خلک او بشر ترې وژغوري، برعکس پر یوه او بل تورونه لګوي.  امريکايي چارواکي پر چين تورونه لګوي او وايي، چې دغه هيواد  د کوویډـ۱۹ ویروس په اړه  کره مالومات له نړۍ  سره نه دي شریک کړي او د روغتيا نړيوال سازمان هم تورنوي، چې له چين  سره خواخوږي لري.              امريکا څه موده وړاندې د روغتيا له نړيوال سازمان څخه د وتلو اعلان وکړ او خپلې ټولې مالي همکارۍ  يې پرې ودرولې. ځينو هيوادونو د امريکې دغه کړنه سخته وغندله او د دغه هيواد دا پرېکړه يې د نړيوالې روغتيا لپاره ګواښونکې وبلله.  
چين د امريکې ياد تورونه ردوي او خندوونکي يې بولي او وايي، چې امريکايي چارواکي د کوویډـ۱۹ ویروس په مخنيوي کې پاتې راغلي او اوس خپل ملت ته مخ نه لري او د ځان سپينوي په موخه پر چين بېلا بېل تورونه لګوي او له بلې خوا د امريکا حکومتي چارواکي هڅې کوي، چې په دغو بې ځایه خبرو امريکایان دوکه کړي او راتلونکو ټاکنو کې بری خپل کړي.  
چين وايي، د کووېډ - ۱۹ ويروس د وقايې او کنټرول برخه کې يې د نړيوالې ټولنې لپاره اغېزمن خدمتونه کړي، پر وخت يې د روغتيا له نړيوال سازمان سره اړوند مالومات شريک کړي او دغه سازمان د ياد ویروس د مخنيوي او وقایې په برخه کې د چين چارې ستایلي دي او نړيوال هم بايد د چين پر خدمتونو سترګې پټې نه کړي.
 
د چين چارواکي وايي، امريکا دې د روغتيا مسئلې ته سياسي رنګ نه ورکوي او پر اخلاص دې د دې ویروس د مخنيوي لپاره مټې را بډ وهي، څو بشر ترې په امن کې پاتې شي.
 
د امريکې ولسمشر د کوویډـ۱۹ ويروس د پيدا کېدو په لومړیو کې دغه ویروس ډرامه  بللې وه او ویل به  يې، چې دغه ويروس تر امریکې نشي راتللی، ځکه چين ترې ډېر لرې دی.  کله چې دغه ویروس خپله لمن پر امریکې را تاو کړه،  نو بیا یې د ماسک اچولو د نه اړتيا خبره کوله، خو څه موده  وړاندې خپله مجبور شو، چې ماسک واچوي او نور امريکايان يې هم ماسک اچونې ته وهڅول.  
 چين وايي، چې امريکايي مشران دې خپل وخت پر تور لګولو او بې ځایه خبرو نه تېروي، خپله انرژي دې د خپلو خلکو لپاره وکاروي او د دوی ژوند دې وژغوري او امريکايي چارواکي دې خپل ملت ته  د ویروس په مخنيوي کې د پاتې راتلو او ناکاميو ووايي او بښنه دې ترې وغواړي.                                په چين کې د کورونا ويروس د خپرېدو په درشل کې ښوونځي،  پوهنتونونه، رستورانتونه، سمندر غاړې، دولتي ادارې، د لامبو ډنډونه، حوضونه، لوی مارکيټونه ....... او لنډه دا چې د ګڼې  ګوڼې ټول ځایونه بند وو. کله چې دغه  هيواد د ياد ويروس پر وړاندې روان جنګ کې نسبي بری خپل کړ،  نو په وار سره یې اداري چارې پېل کړې، حال دا چې په  ټول بېجينګ کې څوک تر اوسه بې ماسک اچولو نه ګرځي. څوک چې لویو مارکيټونو، رستورانتونو او دکانونو ته  ورځي، په لویو دروازو کې يې د بدن د تودوخې درجه مالوميږي، په ځانګړې کتابچه کې يې نوم او د تلیفون شمېره ثبتيږي، که چېرې په همغه ورځ  هلته د کورونا مثبته پېښه ثبت شي، نو بیا اړوند اداره په ټولو پيرودونکو پسې تلیفونونه کوي او را غواړي يې چې معاينه يې وکړي، خو برعکس  په امريکې کې رستورانتونه پرانیستي دي، سمندرغاړې خلاصې او خلک يې ماسکونه نه اچوي او حتی ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر ډېرې مودې ماسک نه اچولو، کله چې په دغه هيواد کې کوویډـ۱۹ویروس غورځنګونه پيل کړل، نو ټرمپ هم اړ شو، چې ماسک واچوي او نور خلک يې هم  ماسک اچولو ته وهڅول.