په  چين کې د کوويډـ۱۹ د دویمې څپې مخنيوی    

کوويډـ۱۹ ويروس ډېر ژر پر ګردې نړۍ منګولې ښخې او د ټولو هيوادونو اقتصادي ودې يې مخ پر ځوړ روانې کړي او د نړيوال اقتصاد پښې يې لړزولي دي. ځينو هيوادونو په ځانګړې توګه د ختيځې او جنوب ختيځې اسیا يو شمېر هيوادونو د دې ويروس پر وړاندې د مخنيوي هر اړخيز جدي تدبيرونه ونيول او ډېر ژر يې لمن ور ټوله او نسبي بریا يې خپله کړې ده. داسې ښکاري، چې کوويډـ۱۹ ويروس په اروپا، امريکا متحده ايالات، لاتیني امريکا او هند کې په چټکۍ خپريږي. په دې وروستيو کې په اروپايي هيوادونو کې پرکوویډـ۱۹ ویروس د اخته کسانو ورځنی شمېر په کمېدو و، خو رسنۍ اوس بيا ګرمې تاویږي او خبر ورکوي، چې کوويډـ۱۹ په ګرده اروپا کې د ورځې له زرو ډېر کسان وژني او په فرانسې، جرمني، ایټالیې او پولنډ کې پر ياد ويروس د نويو اخته کسانو شمېر مخ پر ډېرېدو دی او اروپا کې يې د دویمې څپې وېره خپره کړې ده.                                                   

              فرانسوي چارواکو د اکتوبر په ۱۵مه نېټه خبر ورکړ، چې په همدې ورځ په فرانسې کې ۳۰ زره  او ۶۲۱ کسان پر کوويډـ۱۹ اخته شوي او دا د دغه ويروس دويمه څپه بلل کيږي. په اروپا کې ټولو خلکو ته ویل شوي، چې د کوويډـ۱۹ ويروس د دویمې څپې د مخنيوي لپاره باید په کورونو کې پاتې او سخت ژوند ومني. بلخوا د روغتیا نړیوال سازمان هم خبرداری ورکړی، چې د کوویډـ۱۹ ویروس د مخنيوي او د انسانانو خوندیتوب لپاره د سختو بندیزونو لګول ډېر اړين دي.
 د چين خبري رسنيو د اکتوبر په ۹مه  نېټه خبر ورکړ، چې د دغه هيواد په چينګداو ښار کې د کوويډـ۱۹ ويروس ۱۲ مثبتې پېښې ثبت شوي.    
           
که څه هم په چين کې کوويډـ۱۹ويروس کنټرول شوی او د سيلانۍ په شمول د مختلفو برخو فعاليتونه پکې په عادي کېدو دي، خو بيا هم د اکتوبر په نهمه د دغه هيواد د شاندونګ ولايت په چينګداو ښار کې د کوويډـ۱۹ ويروس د ۱۲ مثبتو پېښو خبر ورکړل شو او په چيني او بهرنيو رسنيو کې يې پراخ انعکاس پيدا کړ او په چين کې له خلکو سره د ياد ويروس د بلې څپې ويره پيدا شوه. 

کله چې په چينګداو کې د ۱۲ مثبتو پېښو راپور ورکړل شو، د دغه ښار ښاروالۍ پرېکړه وکړه، چې په پنځو ورځو کې دننه په دغه ښار کې د ټولو مېشتو نهو ميليونو اوسېدونکو د کوويډـ۱۹ ويروس ټېسټ ترسره کړي. خبري رسنيو د اکتوبر په ۱۴مه خبر ورکړ، چې تر دې دمه د ۷ ميليونو او ۵سوو زرو تنو ازموينې شوي او د ۴ ميليونو او ۶۰زرو تنو نتيجې معلومې شوي، چې ټولې منفي دي او هېڅ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.    
                              
چين شاوخوا ۱۴سوه ميليون نفوس لري او ډېری خلک يې په خصوصي او دولتي ادارو کې کار کوي او په رخصتيو کې خپلو کورونو او بېلا بېلو سیلانيزو سيمو ته سفرونه کوي، چې په ټرانسپورټي مرکزونو کې يې ډېره ګڼه ګوڼه وي.    
                                        
په چين کې د اکتوبر له لومړۍ نېټې څخه تر اتمې نېټې پورې د ملي جشن او سپوږمۍ اختر رخصتي روانه وه. د دغه هيواد د کلتور او سېلانۍ وزارت شمېرنه ښيي، چې د يادې اته ورځنۍ رخصتۍ په موده کې ۶۳۷ ميليونو سيلانيانو د چين دننه تګ راتګ کړی دی. دا په چين کې د کورونا وبا له رامنځته کېدو وروسته لومړۍ اوږده رخصتي وه، چې د دې هيواد ترافيکي سکتور، رسټورانټونو او هوټلونو، سيلانيزو ځايونو او سوداګريزو بازارونو ګڼ شمېر مشتريان او سېلانيان راجلب کړي وو.    

چينګداو ښار د شاندونګ ولايت اقتصادي مرکز بلل کیږي او شاوخوا نهه ميليون نفوس لري. دغه ښار په چين کې د ښکلو منظرو له امله ډېر شهرت لري، ډېر چينايي او بهرني سيلانيان لري او په رخصتيو کې ډېر سیلانيان ورځي او د خپلې طبيعي ښکلا له امله د ميليونونو کورنيو او بهرنيو سيلانيانو کوربه وي.    
                                                         
کله چې رسنيو کې په چينګداو ښار کې د کوويډـ۱۹ ويروس د مثبتو پېښو خبر خپور شو، نو د چين حکومت د ويروس د مخنيوي په موخه د دې هيواد په استوګنيزو سيمو، دولتي او خصوصي سکتورونو، ښوونځيو او بېلا بېلو برخو کې د هغو کسانو د پيدا کولو لټې پيل کړې چې ياد ښار ته  تللي وو.

د مقرراتو له مخې؛ چا چې په تېرو ۱۴ ورځو کې چينګداو ته سفر کړی وي، د کورنۍ له ټولو غړو سره بايد په کور کې دوه اوونۍ ځان کرنتين کړي او وروسته له کرنتينه بايد د نيو کليد اسيد ټيسټ وکړي او که نتيجه يې منفي وي، نو په نورمال ډول خپل کارونه کولی شي.

د چين دولت د کوويډـ۱۹ ويروس د بلې څپې د مخنيوي لپاره په ټول هيواد کې جدي تدبيرونه نيولي او چينايان هم د خپل دولت خبره د ځمکې تل ته نه پرېږدي او پوره مرسته ورسره کوي، همدا لامل دی، چې ژر نتيجه هم ترلاسه کوي. که چېرته د چين حکومت په چينګداو کې د کوويډـ۱۹ ضد اړين او چټک ګامونه نه وای پورته کړي، نو د کوویډـ۱۹ نوې څپه به یو ځل  بیا پر دغه هيواد خورېده.

امريکا کې هم کوویډـ۱۹ جرړې غځولي او تر اوسه په دغه هيواد کې څه دپاسه اته ميليونه وګړي پرې مبتلا شوي او د دې هيواد جان هاپکينز پوهنتون هره ورځ د لسګونو زرو مثبتو پېښو خبر ورکوي.

د امريکا د درملو او خوراکي موادو د څار ادارې (اېف.ډي.اې) پخواني مشر ډاکټر سکاټ ګټبریب د اکتوبر په ۱۳ مه نېټه له سي اېن بي سي تلويزيون سره د مرکې په ترڅ کې وويل، چې امريکا د چين په شان د کورونا وبا ضد جدي او اغېزمنو اقداماتو وړتيا نه لري، خو دا ورته اړينه ده، چې د ويروس د ټېسټ کارونه لا پراخ او اصلاح کړي او له ناروغانو سره د نږدې تماس لرونکو کسانو د پېژندولو کارونه پياوړې کړي.