سوداګریز جنجالونه او سیاسي بريدونه

په داسې حال کې چې کوویډ-۱۹ ويروس پر ګردې نړۍ منګولې ښخې کړي، ستر بدلونونه يې راوستلي او د انسانانو ګډ برخلیک يې ننګولی دی، د ځينو هيوادونو ترمنځ سوداګریزو کشمکشونو او سياسي ناندريو هم زور اخیستی دی.
 
کوویډـ۱۹ ویروس د نړۍ د ټولو هيوادونو کلنۍ اقتصادي ودې ټکنۍ او مخ پر ځوړ روانې کړي او د نړيوال اقتصاد پښې يې لړزولې دي. له دې ويروس څخه د خلاصون یوازينۍ لار دا ده، چې ټول هيوادونه يې پر وړاندې د مبارزې سنګر کې کلک ودریږي، ځاني ګټې یوې خوا ته کړي او د ګردۍ نړۍ ګټې په نظر کې ونيسي، خو له بدمرغه د نړۍ ډېری هيوادونه په ځانګړې توګه لوی هيوادونه د دې پر ځای چې د کوویډـ۱۹ ویروس پر ضد د مبارزې په یوه سنګر کې ودریږي، پر وړاندې يې جدي مبارزه وکړي او بشر له دې لوی ناورين څخه خلاص کړي، برعکس ځانځاني، ځاني ګټي او یو اړخيزم غوره کوي او یو پر بل تورونه او بندیزونه لګوي.
 
دا د انديښنې وړ خبره ده، چې ځينو هېوادونو شخصي ګټې او يو اړخيزم غوره کړي او په  خپلو کړنو یې د کوويډـ۱۹ وبا د مخنيوي او کنټرول لارې چارې زيانمنې کړي او نړيوال نظام ته يې زيانونه رسولي دي. کوویډـ۱۹ وبا یوازې د څو هيوادونو ګټې نه دي زيانمنې کړي، بلکې ټول هيوادونه او نړيوال اقتصاد يې ځبولي دي.
 
 د نړۍ ډېری هيوادونه سوداګریزې او سیاسي کشالې لري، په تېره بیا د امريکې او چين سوداګریز اصطکاک او سیاسي ناندريو د نړيوالو او رسنيو پام ځان ته اړولی دی، ځکه د دغو دوو هيوادونو پر اقتصاد نړيواله ټولنه تکيه لري او د دوی ترمنځ جنجال پر نړيوالو چارو بد سيوری غوړوي.
 
امريکايي چارواکي چين د پوهنې ملکيت پرغلا تورنوي، خو چين يې پر وړاندې سياسي ډرامه بولي او وايي، امريکا د چين د پرمختګ مخه نيسي او سیاسي پلمې لټوي؛ د دغه هيواد د چارواکو په وينا، که امريکايي چارواکي په خپلو خبرو کې رښتیني وي، نو د خپلو تورونو د ثابتولو لپاره دې شواهد او ثبوتونه وړاندې کړي. 
 
  امريکا نړۍ ته د کوويډـ۱۹ ويروس د خپرېدو پړه هم پر چين اچوي، خو چين خپل دلایل وړاندې کوي او د امريکې دا خبره بابيزه او خندوونکې بولي. د چين چارواکي وايي، کوم وخت چې کوویډـ۱۹ ويروس وپېژندل شو، پر ګردې نړۍ يې غږ وکړ، چې پر وړاندې يې جدي تدابیر ونيسي، څو په نړۍ کې خور نشي. کله چې نړيوالې ټولنې د کوويډـ۱۹ ویروس پر وړاندې د مبارزې هڅې پېل کړې، هغه مهال امريکايي حکومت د دې پر ځای چې خپل هيواد ته يې د دغه ویروس مخه نيولې وای، برعکس د سياسي ویروس په خپرولو بوخت و. چين دا هم وايي، چې امریکايي چارواکو څو څو ځلې د رسنيو له لارې وویل، چې کورونا ویروس امريکې ته نشي راتللی او خپلو خلکو ته يې ډاډ ورکاوه، چې هیڅ وېره ونه لري؛ خو کله چې په دغه هيواد کې دغه ویروس په خورېدو شو، نو بیا يې د چين لمن ونيوه او پر وړاندې يې تونده ژبه وکاروله، خو لومړيو کې يې د چين غږ نه اورېده او يوازې ننداره يې کوله.
 
د چين د چارواکو په خبر؛  کله چې نړيواله ټولنه د يووالي پر لور ګام اخلي، نو امريکا يې مخه نيسي او توپيرونه رامنځته کوي او بل دا چې امريکايي چارواکي د کوويډـ۱۹ ویروس په مخنيوي کې پاتې راغلي دي، د دې پر ځای چې له خپلو خلکو بښنه وغواړي، برعکس د خپل بام واورې  پر بل اچوي. دغه هيواد د خپل ځان پر ضد د امريکا کړنې سياسي بولی او وايي، د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امريکا واکمن ګوند هڅه کوي، چې په راتلونکو ټاکنو کې خپله بريا خپله کړي، نو د دې لپاره د امريکايانو پام له اصلي موضوع بلې خوا ته اړوي او پر چين تورونه او بنديزونه لګوي، خو امريکا د چين پر وړاندې خپلې کړنې مناسبې او د ځان او نړۍ په ګټه يې بولي، خو چين هم ارام نه دی ناست، د خپلو حقوقو د ساتلو په نوم امريکې ته بالمثل ځواب ورکوي.
 
امريکې په دې وروستيو کې د چين پر ځينو توليداتو،  تصديو او شخصیتونو بنديزونه لګولي او چين يې هم پر وړاندې ګامونه پورته کړي دي. څه موده وړاندې د امريکې حکومت په دغه هيواد کې د چين پر دوو کاریالونو (ویچټ او ټيک ټاک) بنديزونه ولګول او د خپل ملي امنیت په زیان يې وبلل، خو چين د امريکې دغه کړنه سخته وغندله او یوه سياسي پلمه يې وبلله. ټيک ټاک د روانې مياشتې په ۲۷مه نېټه په واشنګټن کې محکمې ته شکايت وکړ او د امريکايي حکومت ياده کړنه يې د دغه هيواد د اساسي قانون خلاف وبلله او محکمې هم د ټيک ټاک په ګټه پرېکړه وکړه او موقتي اجازه يې ورکړه.
 
 چينايي چارواکي خپلو خبرو کې هميشه پر څو اړخيزم او شريکو ګټو ټينګار کوي  او امريکا پر یو اړخیزم، پروټکشنیزم او ځاني سوداګرۍ ساتونکې تګلارې تورنوي.
 
يوه خوا کوويډـ۱۹ د نړۍ اقتصاد پرمخ په ځوړ روان کړی او له بلې خوا د امريکې او چين ترمنځ سياسي ناندريو او اقتصادي کړکېچ زور اخیستی، چې له امله يې پر نړيوال اقتصاد بد سیوری غوړيدلی دی، خو په حقیقت کې يې زور له وروسته پاتې او کمزورو هيوادونه څخه وځي.  
 
 د اسیا پرمختايي بانک په خپلې کلنۍ ارزونه کې د نړۍ  د ډېرو هيوادونو اقتصادي ودې مخ پر ځوړ ښودلي او عمده لاملونه يې د کوویډـ۱۹ ویروس خپرېدل، سیاسي کړکېچونه او امنیتي ننګونې يادې کړي دي. همدغه بانک څو ورځې وړاندې وویل، چې په روان زېږدیز کال کې به د افغانستان اقتصادي وده منفي پېنځه سلنې ته ټيټه شي، په داسې حال کې چې په تېر اپريل کې يې درې سلنه اټکل کړې وه.  په ورته وخت کې د افغانستان ماليې وزارت په ملي عوايدو کې د  ۱۸ ميليارډو افغانيو د زيان خبره کړې. دغه وزارت د روان مالي کال لپاره د ۲۰۸ ميلیارډو افغانیو عوایدو راټولولو موخه  ټاکلې وه، خو د کورونا وېروس د بندیزونو او محدودیتونو له امله يې دا هدف  ۱۷۷ ميلیارډو افغانیو ته راټیټ کړی دی.
 
یوازې د افغانستان اقتصادي وده مخ پر ځوړ نه ده روانه بلکې د نړۍ ډېری هيوادونه له دغه برخليک سره مخ دي.
 
که د کوویډـ۱۹ ویروس مخه ونيولی شي او د لویو هيوادونو ترمنځ  سياسي ناندرۍ او سوداګریز کړکيچونه پای ومومي، نو بې له شکه نړيوال اقتصاد به وغوړیږي، وده او پرمختګ به وکړي، که د دغو هيوادونو ترمنځ  همدا ناندرۍ او کشمکشونه روان وي، نو نړيوال اقتصادي حالات به ورځ  تر بلې خرابیږي.