جاويد فيصل: يو شمېر خوشي شوي طالب بنديان بيا د جګړې کرښو ته تللي 

روهي (پنځه نۍ/۲ د زمري)، د ملي امنيت شورا وياند جاويد فیصل ويلي دي چې د افغان حکومت له خوا يو شمېر خوشي طالب بنديان بيا د طالبانو سره يوځای شوي دي او بيا د جګړې کرښو ته تللی دي. 

فيصل ويلي، "طالب بنديانو د خوشي کېدو پر مهال ژمنه او لاسليک کړی وو چې له خوشي کېدو وروسته به بيا د جګړې لېکو ته نه ځي، خو له بدمرغه يو شمېر له دوی د افغانستان د خلکو د هيلو خلاف بيا جګړې ته مخه کړې ده."

ورته خبرې نن ورځ د ملي دفاع نوماند وزير اسدالله خالد هم کړې دي. اسدالله خالد د ملي دفاع وزارت لومړي مرستيال او لوی درستيز په پېژند غونډه کې ويلي دي چې د دوی د مالوماتو اړوند يو شمېر طالب بنديان بيا جګړې ته تللي دي.