پخوانی ولسمشر: د هرات په ادرسکن ولسوالۍ کې وروستۍ پېښه جنایت دی

روهي (پنځه نۍ/۲ د زمري)، پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د هرات ولايت کې د هوايي بريد چې يو شمېر ولسي وګړي هم په کې وژل شوي دي په کلمه غندلې ده. 

رسنيو ته د حامد کرزي رسنيز دفتر څخه په استول شوې خبرپاڼې کې ويل شوي دي، "د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی په هېواد کې د جګړې د ادامې له امله د تلفاتو پر زیاتوالي خپله ژوره اندېښنه څرګندوي او د هرات په ادرسکن ولسوالۍ کې د هوایي بمبارۍ وروستۍ دلخراشه پېښه چې له کبله یې د ماشومانو په ګډون زموږ ګڼ شمېر هېوادوال شهیدان او زخمیان شوي په کلکو ټکو غندي.

پخوانی جمهور رئیس د افغانانو وژنه، له هر لوري او په هر عنوان چې وي بشري ضد جنایت او د افغانانو په ضد عمل بولي او په روانې پردۍ جګړه کې پر ښکېلو افغاني خواوو  بیا هم ږغ کوي چې پردیو دسیسو ته متوجه واوسي، له وروروژنې او د خپلو هېوادوالو له وینې تویولو لاس واخلي، د افغانانو د ژوند ساتنې او ملي ګټو ته په کلکه پاملرنه وکړي او د سولې هڅې ګړندۍ کړي.

حامد کرزی همداراز بیا هم یادونه کړي: ”په جګړه کې ښکېلې افغاني غاړې باید دا واقعیت درک کړي چې په هېواد کې روانه جګړه د پردو د اهدافو او ګټو لپاره ده او افغانانو ته یې یوازې زیان، درد، رنځ او مرګ ژوبله په برخه ده. وطندوستي په جګړه کې نه بلکې افغانستان ته د سولې او امنیت په راوستو او د هېواد په آبادي او ترقي کې نغښتې ده.“

هرات کې د شوې هوايي بريد په اړه ضد او نقيص راپورونه خپريږي. د سيمې يو شمېر اوسېدونکي وايي چې بريد د واده پر مراسمو شوی، چې ولسي مرګ - ژوبله لري خو بيا حکومتي او پوځي مسوولين وايي چې ياد بريد کې يې وسله وال طالبان په نښه کړي.