د سيمې اوسېدونکي: هوايي بريد کې لسګونه ملکيان وژل شوي؛ خالد: هرات کې مو هوايي بريد کې لسګونه طالبان وژلي 

روهي (پنځه نۍ/۲ د زمري)، هرات ولايت کې د شوي هوايي بريد په اړه بيلا بيل راپورونه خپريږي. د سيمې يو شمېر اوسېدونکي وايي چې هوايي بريد کې ۴۰ کسان وژل شوي دي چې ولسي وګړي هم په کې شامل دي.

ولسي خلک وايي چې هوايي بريد د واده پر مراسمو شوی دی چې اته ملکي کسان په کې وژل شوي او تر ۲۰ نور په کې ټپيان دي،  چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي. 

بيا له بلې خوا د ملي دفاع نوماند وزير اسد الله خالد وايي چې هرات ولايت کې د هوايي بمبار په پايله کې لسګونه طالب وسله وال وژل شوي دي. 

د هرات د والي وياند هم ويلي دي، چې د هرات ولايت ګذره ولسوالۍ په خم زيارت نومي سيمه کې هوايي بريد شوی، چې د طالبانو مهم غړي، عبدالله اکبري، مولوي حیدر، ملا رحمت الله، ذبیح‌الله اکبري، ملا محمد چې مشوهر په  ادریس دی او  ملاعبدالحق چې په اسامه مشهور دی وژل شوي دي.