احدي او معنوي هم په کې شامل دي؛ ولسمشرغني د عبدالله پر پنځو نوماند وزيرانو سرې کرښې کش او رد يې کړل 

روهي (پنځه نۍ/۲ د زمري)، ولسمشرۍ ماڼۍ د عبدالله عبدالله له خوا معرفي شوي پنځه نوماند وزيران رد کړي  دي. دغه وزيرانو کې انورالحق احدي، مصطفی مستور، فضل احمد معنوي، نور الرحمن اخلاقي او محب الله صميم شامل دي. 

عبدالله عبدالله انورالحق احدي د کرنې، نور الرحمن اخلاقي د کډوالو، فضل احمد معنوي د عدليې، محب الله صميم د قومونو او قابيلو چارو او مصطفی مستور د سولې په چارو کې د دولت وزارت لپاره نوماند وزيران ولسمشرۍ ماڼۍ ته معرفي کړی وو. 

ولسمشر محمد اشرف غني ياد کسان وړ نه دي بللي او رد کړې دي. د عبدالله عبدالله د نوماند وزيران په نوملړ کې يو شمېر کسان په قومي او ژبني تعصب هم تورن دي. 

دوه ورځې وړاندې د ولسمشر وياند صديق صديقي ويلي وو چې  ولسمشر غني دا ځلې د يوې مسلکې کابينې پلان لري خو د عبدالله عبدالله په نوملړ کې يو شمېر وزيران وړ نه دي. 

بيا له بلې خوا د عبدالله عبدالله ډلې ويلي دي، چې معرفي شوي کسان د هېواد د اساسي قانون او د سياسي هوکړې په پام کې نېولو سره معرفي شوي دي.