د ولسي جرګې له خوا د ولسمشرۍ ماڼۍ (د ملي دسترخوان) طرحې د رد په اړه د صالح غبرګون 

روهي (څلورنۍ/۱ د زمري)، د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح د ولسي جرګې له  له خوا د ولسمشرۍ ماڼۍ (د ملي دسترخوان) طرحې د رد په اړه غبرګون ښوودلی دی او ويلي دي چې په دې سره د لوږې په برخه کې د حکومت هڅې له خنډ سره مخ شوي. 

صالح پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي، چې دغه پيسې نړيوال بانک د لوږې سره د مبارزې لپاره ځانګړې کړې وې چې په نورو بنسټيزو پروژو نه لګول کيږي. 

امر الله صالح لېکلي چې ولسي جرګه له کالونو پر هېواد کې د لوږې وايي خو اوس يې د هغه کورنيو د ډوډۍ مخه ونېوله چې د ملي دسترخوان د پروګرام له لارې ورکول کېدله. 

امرالله صالح په اخير کې لېکلي دي چې د غريب له لاس څخه د ډوډۍ نېول نه زوروتيا ده او نه هم کوم هنر.