
روهي (څلورنۍ/۱ د زمري)، ولايتي مسوولين وايي چې د ننګرهار ولايت له اچين ولسوالۍ او هسکې مينې ولسواليو دوه پوځي اډو څخه بهرني ځواکونه وتلي او پر ځای يې افغان ځواکونه هلته مېشت شوي دي.
هسکه مينه ولسوالۍ کې د مس جانز په نوم د امريکايي ځواکونو په اډې کې اوس مهال افغان پوله ساتي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي. دغه آډو کې يو شمېر توکي هم د افغان ځواکونو په لاس ې ورکړل شوي دي.
له وړاندې د افغان سولې لپاره د متحدو ايالتو ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي وو چې دوحه کې د طالبانو او امريکايانو د شوې هوکړې اړوند به امريکايي ځواکونه له پنځو پوځي اډو وځي.
وړاندې هم په هلمند او ارزګان ولايتونو کې امريکايي ځواکونه له دوه پوځي اډو وتلي وو.