د عبدالله وياند د ولسمشر غني وياند ته: فريدون خوځون وايي چې صديق صديقي له مسايلو خبر نه دی او له ځانه خبرې کوي 

روهي (څلورنۍ/۱ د زمري)، د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همالنې ټيم وياند فريدون خوځون هغه څرګندونې رد کړې دي چې ګواکي د عبدالله عبدالله له خوا ولسمشرۍ ماڼۍ ته د نوماند وزيران په نوملړ کې يو شمېر کسان وړ نه دي. 

دغه څرګندونې د ولسمشر وياند صديق صديقي تېره ورځ کړې وې. صدیقي ويلي وو چې ولسمشر غني غواړي چې دا ځلې يوه مسلکي کابينه رامنځ ته کړي، خو د عبدالله عبدالله له خوا په لېږل شوې نوملړ کې ځيني څېرې مسلکي او وړ نه دي. 

صديق صديقي رسنيو سره په خبرو کې تېره ورځ ويلي ووو  "یو شمېر نوماندان چې د ډاکتر صاحب عبدالله له‌خوا معرقي شوي، پر هغو معیارونو برابر نه‌دي چې باید د کابینې وزیر یې ولري او د ثبات ساتنې او د افغانستان د اوسني وضعیته د تېرېدو لپاره مؤثر او ممد وي."​

د صديق صديقي يادو خبرو ته د فريدون خوځون په نوم د عبدالله عبدالله يو تن وياند غبرګون ښوودلی دی او ويلي دي چې صديق صديقي يادې خبرې له د بې خبرۍ له امله کړې دي. 

خوځون له ازادۍ سره په خبرو کې ويلي دي،  "زه فکر کوم هغه بحثونه چې د حکومت‌دارۍ په برخه کې روان دي او همدارنګه هغه توافقات چې د دواړو مشرانو ترمنځ شوي دي، له هغې د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي خبر نه‌دی او دا څرګندونې یې د ناخبرۍ له امله دي."

د رسنيو له حوا خپور شوي نوملړ کې لاندې کسان د عبدالله عبدالله په نوملړ کې دي: 
۱- مسعود اندرابي د کورنيو چارو نوماند وزير؛ تاجک
۲- فضل احمدد معنوي د عدليې نوماند وزير؛ تاجک
۳- انورالحق احدي د کرنې نوماند وزير؛ پښتون
۴- نور رحمانی اخلاقي د کډوالو چارو نوماند وزير؛ تاجک
۵- محبب الله صميم د قومونو او قبايلو چارو نوماند وزير؛ پښتون
۶- مصطفی مستور د سولې په چارو کې د دولت وزارت نوماند وزير؛ تاجک
۷- معصومه خاورې د مخابراتو او مالوماتي ټېکنالوژۍ نومانده وزيره؛ هزاره
۸- نثار احمد غوريانی د سوداګرۍ نوماند وزير؛ تاجک
۹- منصور سادات نادري د اقتصاد نوماند وزير؛ هزاره ـ اسماعيلي
۱۰- بشير احمد ته ينج د کار او ټولنيزو چارو نوماند وزير؛ ازبک
۱۱- کنشکا ترکستانۍ د لوړو زده کړو وزارت نومانده وزيره؛ ازبک
۱۲- عباس بصير د ټرانسپورټ نوماند وزير؛ هزاره
۱۳- او نجيب آقا فيهم د شهيدانو او معيبينو چارو کې  د دولت وزارت نوماند وزير؛ تاجک
۱۴- عزيز الله آرينفر د ادارې اصلاحاتو ادارې رئيس؛ تاجک.