رحيمي: کورنيو چارو وزير مې ګواښي او وايي چې د خوشحال سعادات په څېر به دې کړم 

روهي (څلورنۍ/۱ د زمري)، د کورنيو چارو وزارت پخوانی وياند نصرت رحيمي وايي چې د کورنيو چارو نوماند وزير له خوا ورته ګواښونه کيږي او د ژوند ساحه يې پرې راتنګه کړې ده. 

نوموړي پرې خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي، "د ژوند کولو حلقه را باندې تنگه شوې! 
که طالب زما د وژلو په پار را پسې سرگردانه دی خو سړی به فکر وکړي چې د دندې په جریان کې دې نه یوازې د ویاندویی مسئولیت ادا کاوه بلکې د گران هېواد افغانستان د ابدي دښمنانو پر وړاندې دې د ټول امنیتي سکتور په نمایندگی د رواني جنگ مکلفیت هم ادا کړی! 

که نن را پسې جنگي او جنایتکارې ډلې هڅه کوي چې زما ژوند واخلي او خپلو کسانو ته زما د وژلو دندې ورکوي خو بیا به هم سړی داسې و انگیري چې دوی همدومره غبي دي چې جرمونه تر سره کوي په دې هم نه پوهیږي چې د ویاند دنده یوازې د مواردو ویل او څرگندول وي!
دا چی د طالب، داعش، مجرمینو، مافیاوو او د جنایتکارو ډلو لخوا مستقیماً سخت تر تهدید لاندې یم، نه یوازې دا چې باک پرې نه راوړم بلکې ویاړم هم پرې.

ژوند، مرگ او درد خپل وخت لري! 
خو زما درد دلته دی چې د یوې داسې مرجع څخه چې هلته دې د خپل سر په بیه په پوره اخلاص او امانتداری دنده تر سره کړې وي، په میاشتو میاشتو خپل کور ته نشې تللی، خپل کور فامیل دې ټول له خطر سره مخ کړی وي او بیا د همدغه قانوني مرجع څخه وگواښل شې، دا درد د تحمل نه دی.

موده مخکې په کورنیو چارو وزارت کې د گمارنو یو لست ټولنیزو شبکو ته راووت، وزیر هغه پر ما کړ او راته یې وویل چې خبر شوم دا لست تا رسنیو ته ویستلی، ویې گواښلم او ډول ډول فشارونه یې را باندې راوستل. 

خدای زده چې هغه لست به چا خپور کړی وي خو د هغې ورځې چې هر څوک هر څه د وزیر په ضعف او ناکاریو لیکي ګوتڅنډنه يې ماته کېږي.

له هغې اولې ورځې چې له وزارت څخه راتلم وزیر راته وویل چې پام کوه څه ونه لیکې، خوشال سعادت هم له ما سره ځان وواهه خو اوس گوره چې په کور دی او څوک یې نوم هم نه اخلي!! 
دا کلمه مې هر ځلې په ذهن کې پیچي را پیچي او وجدان مې قرار نه نیسي!

خو يو څه په جاره وايم زه ددې وطن يو عسکر يم خپل سر مې په لاس کې نيولى چې له مرګونو نه ويرېږم له دسيسو او ګواښونو خو هيڅکله هم.

دومره وخت چې پر ما فکر کوى د دښمن په پرځولو او د امن فضا په راوستلو فکر او عمل وکړى!"

خوشحال سعادات چې پخوا د کورنيو چارو ستر امنيتي مرستيال وو، ويل کيږي په حکومت کې د يو شمېر کړيو له فشارونو وروسته اړ کړی شوو چې له دندې ګوښه شي. 

خوشحال سعادات تېر کال د شمال ټلوالې د پخواني قومندان احمد شاه مسعود د مړينې پر تلين چې  د سنبلې ۱۸مه نېټه کيږي، ښه وځلېد او هغه کسان چې د مسعود پر مړينې د وير په نوم عامه نظم ګډوډي وځپل چې بيا څه وخت وروسته له دندې هم ګوښه شو.