څلور مياشتې تړل شوی وو، کابل ژوبڼ نن بيا پرانېستل شو 

روهي (درې نۍ/۳۱ د چنګاښ)، هېواد کې د کرونا ويروس په خپرېدو سره د نورو ګڼيزو ځايونو ترڅنګ د کابل ژوبڼ هم د لېدونکي پر مخ تړل شوی وو چې نن ورځ بېرته پرانېستل شو. 

د کابل ژوبڼ مشر عزيز ګل ثاقب په دې اړه رسنيو ته ويلي دي، "ژوبڼ ته د کال په لومړیو میاشتو کې د سیلانیانو شمېر ډېر وي له همدې امله موږ له مالي پلوه لږ تر لږه ۱۵ میلیونه افغانۍ تاوان کړی."

د ژوبڼ مسوولين وايي چې لا هم د کرونا ويروس جدي نيسي، د ژوبڼ دننه راسټورنټونه تړل شوي دي او د روغتيايي لارښوونو په پلي کېدو لېدونکو ته د ورتګ اجازه ورکوي. 

د عامې روغتيا وزارت د مالوماتو پر اساس په دې وروستيو دوه مياشتو کې هېواد کې د کرونا ويروس د مثبتو پېښو شمېر کم شوی دی، خو بيا وزارت د روغتيايي لارښوونو پر پلي کېدو ټېنګار کوي.