د سعودي ۸۴ کلن پاچا بستري شو 

روهي (درې نۍ/۳۱ د چنګاښ)، د سعودي عربستان حکومتي رسنۍ ويلي دي چې پاچا سلمان بن عبدالعزيز روغتون کې بستر شوی دی. د پاچا سلمان بن عبدالعزيز ناروغي پلازمېنه رياض کې تر درملنه لاندې ده. 

د سعودي عربستان د حکومتي رسنۍ د مالوماتو پر اساس پاچا سلمان بن عبدالعزيز د صفرا کڅوړې د پړسوب ناروغي لري. په دې اړه لا ډېر مالومات نه دي ورکړل شوي. 

سلمان بن عبدالعزيز له دې وړاندې هم مغزي سکته کړې وه چې تر اوسه يې د چپ لاس حرکت محدود شوی دی. 

محمد بن سلمان د سعودي عربستان اوسنی وليعهد دی، چې د خپل پلار د مړينې په صورت کې د سعودي عربستان واک ته رسيږي.