ولې له ژوند خوند نه اخلو...

انسان فطرتاً په طبعیت مین او ښکلا خوښونکی دی، هو دا ستاسو د فکر تولید ده چې درنه خوښۍ اخیستی. او د خپل ژوند په یو حساس پړاو کې شتون لری چې په  ډیر غم او درد سره ژوند کوی، همدا د خفګان ورځو روحاً ناروغان کړي یاست. ددې سره سره  د فکر تخریب او یو ناکامه راتلونکي په ننداره کې په تدریجي ډول ډوبیږئ او د خپل ژوند له ځوریدو شکایت کوی، همدې غمیزو مو د مثبت ژوند کولو انګیزه وژلي ده.

نو ددې لپاره له ژوند خوند واخلئ او لاندې نقاط په نظر کې ونیسئ: 
1: په دې ستر شکر اوباسۀ چې تا ته خدای ج سالم بدن او سالم عقل درکړی.

2: د ځان  په ارزښت پوه شئ او دغه درک کړئ  چې له ځان سره څومره مینه لرئ! همدا تاسو یئ چې ستونزو ته ماتې ورکولی شئ.

3: کله کله د خوښیو په لټه کې شئ همدا خوښۍ پر نورو وویشئ ځکه د نورو په  خوښیو کې ستاسو  ژوند دی.

4: طبعیت څخه په خوند اخیستو کې له  جذابو ځایونو، منظرو ننداره وکړئ د  طبیعت په لیدو ساه واخلئ په لوړ اواز ووایاست چې ژوند څومره ښکلی دی خو  په کولو ارزي.

5: هغه ځایونو او ناستو ته مۀ ځئ  چې تاسو ته بد احساس درکوئ او په لیدو یې زیات خفه  او نارامه شئ.

6: کتاب ولولئ په ارزښت یې فکر وکړئ چې موږ څومره خپل ژوند ته  ژمن یو.

7: وخت مدیریت کړئ ساعت وګورئ  له هرې دقیقې په تیریدو یو فکر واخلئ له ځانه دا پوښتنه وکړئ ولې وخت ضایع کوونکي یو؟ آیا ددغه دقیقې تکرار په میلیونو قمیت تادیه کولای شو؟ که ځواب مو “نه“ وي ولې! د خپل وخت په ارزښت پوه نشوو؟

8: خپلو ملګرو لست مو محدود کړئ علمي همفکره ملګرو له ملګرتيې خوند واخلئ د خوښ ساتلو لپاره ورسره ځېنو  سیاحتی ځایونو ته یو ځای سفر وکړئ.

9: منفي افکار پریږدئ (هیڅ وخت په منفې ذهن مثبت ژوند نشئ کولای.

10: مثبت ژوند وکړئ  پدې سره د خوښیو ګراف لوړ کړئ چې همدا حقیقي ژوند دی.

11: خلکو ته تشویقي انګېزه لرونکې خبري وکړئ ترڅو په خبرو کې مو نرمښت او جذابیت پیدا شي په دې موخه زړونه خپل کړئ.

12: په ژوند کې ښې ورځې ولمانځئ تر دې چې دخوښۍ حس مو قوي شي او په ویاړ یې له ملګرو سره شریکې کړئ.

13: د ژوند خوږې  شېبې مو له هغه چا سره تیرې کړئ چې تاسو ته د خوښۍ احساس دربښي.

14: تل پر خپل مخ او شونډو مسکا خپره  کړئ او په ډیر ورین تندي چلند وکړئ.

15: هر شی تر ساعتېرۍ مه قرباني کوئ  ځکه چې د ځینو شیانو ارزښت په قیمت نۀ ارزي لکه: "وخت"

16: دا مجبوریت مۀ ګڼئ چې د بد کار لپاره دماغ جوړ کړئ دامو شخصیت  ته  توهین کوي.

17: هغه هیلې مو تر هدف ورسوئ چې تاسو سره په یوۀ روښانه راتلونکې کې مرسته کوي. 

19: هر وخت د افراطیت څخه ځان لرې وساتئ څومره چې اړتیا لرئ هغومره خرچه وکړئ د ګټې او تاوان ترمنځ توازن پیدا کړئ.

20: کورنۍ ته کار وکړئ او په خوښیو کې ځان ورسره شریک کړئ ځکه کورنۍ ستاسو د حقیقي مینې سرچینه ده.