شمال ميشتي فرهنګيان د محمد شاه د خوشې كېدو غوښتنه كوي

د هېواد تكړه او زيار ايستونكى فرهنګيال او د الجزيرې تلويزونې شبكې خبريال حميدالله محمد شاه د تېرو درې ورځو را په دې خوا د نامالوم لامل له مخې د ملي امنيت ادارې په كابل كې د خپلې رسنۍ د يو بل كاركونكي سره يو ځاى نيولى دى.
 
حميدالله محمد شاه د هېواد له رښتينو خبريالانو څخه يو دى، شمال ميشتي فرهنګيان د نوموړي خبريال د زرتر زره خوشي كېدو غوښتنه كوي او دغه كړنې د بيان ازادي ته يو ستر ګواښ بولي.
 
د شمال فرهنګيان په داسې حال كې چې د ملي امنيت دغه كړنې غندي، د افغانستان دولت له مشرتابه څخه په كلكه غوښتنه كوي چې د تكړه فرهنګيال محمد شاه د خوشي كېدو په اړه دې زر تر زره ګام پورته كړي.
 
 
 
 
 احساس