د څو هيوادونو سږنۍ اقتصادي ودې

 کوويدـ۱۹ ویروس خپله لمن اوس پر ګردې نړۍ غوړولې، د ډېرو هيوادونو اقتصادي ودې  يې مخ پر ځوړ روانې کړي او د نړيوال اقتصاد پرمختګ  يې هم ټکنی کړی دی. تر اوسه مالومه نه ده، چې دغه  ويروس له څه شي پیدا شوی او څنګه یې انسان ته سرایت کړی دی او په اړه يې  ډېرې  خبرې کیږي. کله چې د تېر کال په پای کې د دې ویروس لومړی څرک د چين د هوبۍ  ولایت په ووهان ښار کې ولګېده، د اقتصاد نړيوالو کارپوهانو ويل، چې ښايي د دې هيواد اقتصاد وپرځيږي، خو اوس چين تازه ويلي، چې اقتصادي پرمختګ يې بېرته خپل مدار ته ګرځيدلی  دی.

چين وايي، چې د روان کال په پيل کې يې د کورونا ویرس له  امله اقتصادي پرمختګ پڅ روان و، خو اوس يې بېرته خپل عادي تګ پيل کړی دی.      

 د چين شمېرنې ادارې د جولای په ۱۶مه نېټه يوه شمېره خپره کړه، چې له مخې يې د روان کال په تېرو ۶ مياشتو کې د دې هيواد اقتصادي پرمختګ تر کمزورېدو وروسته بيا عادي شوی او په دوهمه ربعه کې يې اقتصادي زياتوالی د تېر کال د همدې مودې په نسبت 3.2 سلنه زيات شوی دی.  

د امريکا والسټريټ ورځپاڼې خبر ورکړی، چې پر نړۍ د کوويد- ۱۹ ويروس د خورېدو په درشل کې چين لومړی هيواد دی، چې خپل اقتصادي پرمختګ يې بېرته خپل مدار ته ستون کړی او اوس عادي روان دی. 

نړيوال اقتصاد د نړۍ د شلو لويو صنعتي هيوادونو په تېره بیا د امریکې او چين  پر اقتصادونو ډېره تکيه لري. 

د پيسو نړيوال صندوق اقتصادي کارپوهان هر کال د دغه سازمان د غړو هيوادونو د اقتصادي حالاتو او عمومي تګلارو ارزونه کوي. 

دغه  صندوق  د جولای په ۱۷مه نېټه یوه اعلاميه خپره کړه، چې له  مخې يې د کوويډـ۱۹ ویروس له امله به د روان کال په دوهمه ربعه کې د امريکا د کورنيو  توليداتو عمومي ارزښت په سلو کې ۳۷  کم شي او کلنی کموالی به یې شپږ اعشاریه شپږ سلنه وي. په تېرو څو مسلسلو کالونو کې د امريکا اقتصاد چټک پرمختګ کاوه، خو د کورونا وبا له امله يې اوس اقتصاد مخ  په ځوړ روان دی، که څه هم د امريکا حکومت د خپل هېواد د اقتصادي پرمختګ لپاره بې ساري تدبيرونه نيولي، خو د دې هېواد په راتلونکي اقتصاد کې به د بې ثباتۍ عوامل شتون ولري او اقتصادي احيا يې ښايي ډېر وخت ته اړتيا ولري، بلخوا په امريکا کې د کورونا ويروس له امله کابو ۱۵ ميليونه امريکايان بې دندې شوي دي. 

اروپا هم له کوویډـ۱۹ ویروس څخه خوندي نه ده،  هلته یې هم ډېر چټک سرایت کړی او ددې لویې وچې هيوادونه يې سخت ځپلې او اقتصادي ودې يې پڅې او مخ پر ځوړ روانې دي. 
اروپايي ټولنې تازه شمېره خپره کړې، چې  له  مخې يې سږ کال به  د دې ټولنې د غړو هيوادونو اقتصادي ارزښت ۸ اعشاريه ۳ سلنه  کم شي او د راتلونکي کال په دوبي کې به  یې اقتصادي وده  ورو روانه وي. 

  اېټاليا په اروپا کې د کوويډـ۱۹ ويروس له امله تر نورو هيوادونو سخت ځپل شوی هيواد دی او اټکل کيږي، چې  سږ کال به يې اقتصادي وده ۱۱ اعشاريه ۲ سلنه کمه شي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت د جولای په ۱۵مه نېټه  وويل، چې د روان کال په لومړنيو شپږو مياشتو کې له چين څخه اروپا ته ۵ زرو او ۱۲۲ باروړونکو اورګاډو تګ راتګ کړی دی، چې دا شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪۳۶ زياتوالی ښيي او د ايټاليې، جرمني او فرانسې په ګډون يو شمېر نورو اروپايي هېوادونو ته يې د کورونا وبا پر وړاندې د مبارزې لپاره څه د باندې ۲۷ زره ټنه وقايوي توکي ورلیږدولي دي. 

چين وايي، چې دغو اورګاډو د تصديو د فعاليتونو د بيا پېل لپاره ښه زمينه برابره کړې او د چين او اروپا ترمنځ پر صنعتي او اکمالاتي ځنځير يې د کورونا وبا منفي اغېزې کمې کړې دي.
 د چين  د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د هيواد اقتصاد يې د کوويد-۱۹ ويروس د وبا له منفي اغېزو څخه روغ وتلی او بېرته خپل مدار ته ستون شوی او عادي پرمختګ کوي، چې دا د نړيوال اقتصاد لپاره ښه خبر دی. 

ياد وزارت وايي، چې د روان کال په دوهمه ربعه کې د چين ملي اقتصاد لوړ شوی او د کورنيو توليداتو ارزښت يې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳.۲ سلنه زيات شوی دی.   

 د روان کال په لومړۍ ربعه کې د چين د لويې پيمانې لرونکو صنعتي چارو زياتوالی د تېر کال د همدې مودې په پرتله منفي 8.4 سلنه و او په دوهمه ربعه کې دغه شمېر 4.4 سلنې ته ورسېد.     
                                                                                               
   چين وايي، چې د روان کال په دوهمه ربعه کې  د کورنيو توليداتو ارزښت زياتوالی يې دا ښيي، چې په هيواد کې دننه يې د کوويډـ۱۹ ويروس ښه کنټرول کړی دی او د روان کال په دوهمه نيمايي کې به يې د اقتصادي زياتوالي تمايل لا ښه ښکاره شي.  چين به د نړۍ له بېلا بېلو هيوادونو سره د عمومي اقتصادي تګلارو په اړه د همغږۍ، د وبا د وقايې او کنټرول او د کارونو او توليدي چارو د بيا پيل په برخو کې همکارۍ پياوړې کړي، د پرانيستي نړيوال اقتصاد د ابادۍ او د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا لپاره به ګډې هلې ځلې وکړي.                                           

  د چين اقتصادي زياتوالی هماغه ډول چې نړيوالو ادارو يې اټکل کاوه،  3.2 سلنې ته رسېدلی دی. نړيوال وجهي صندوق او نړيوال بانک هم څه موده مخکې په خپلو راپورونو کې د چين د اقتصاد د بيا احيا په اړه خوشبيني څرګنده کړې وه.          
 
 د چين حکومتي شمېرې ښيي، چې د دغه هيواد د اقتصادي ودې په  اړه د نړيوالې ټولنې اټکل سم دی.

په تېر جون مياشت کې د چين په ښارونو او ولسواليو کې د بې کارۍ انډول 5.7 سلنه و، خو په تېرو درېيو مياشتو کې يې صادراتي ارزښت په دوامداره توګه لوړ شوی دی.

چين وايي، چې د اقتصاد بيا احیا يې د حکومت د اغېزناکو تدبيرونو نتيجه ده او دا يو واقعيت دی، چې نړيوال بايد سترګې پرې پټې نه کړي.

بلخوا امريکا په نړۍ کې د کوویډـ۱۹ ویروس د خورېدو پړه پر چين اچوي او وايي،  چې دغه هيواد ددې وبا په سر کې  له نړۍ سره مالومات نه وو شریک کړي، نو ځکه دغه ویروس ټولو هيوادونو ته ورسېد.

چين بیا د امریکا دغه خبرې بې ځایه او خندوونکې بولي او وايي، کوم وخت چې دغه ویروس په چين کې خورېدو لويديځ يې ننداره کوله، خو چين پر وخت نړۍ سره د دغه ویروس مالومات شريکول، اوس د امريکايي حکومت چارواکي په خپل هيواد کې د دغه ویروس په مخنيوي کې پاتې راغلي او ددې پر ځای چې خپله پړه ومني او امريکایانو څخه بښنه وغواړي، برعکس پر چين تورونه لګوي.

چين دا هم وايي، چې امريکا کې د ولسمشرۍ ټاکنې رانږدې شوي، نو د دې هيواد واکمن ګوند غواړي، چې ټاکنو کې بيا بری خپل کړي او سياستوال يې مجبور دي، چې خپل ملت ته دروغ ووايي.  د امريکا د حکومت  چارواکي دې خپلو چارو ته پاملرنه وکړي او د وبا پر وړاندې دې جدي مبارزه وکړي، د امريکايانو ژوند دې وژغوري او د خپلو ناکاميو پړه دې پر نورو نه اچوي.