که چېرته رنګونه نه وای؟

پسرلی وو ، ماښام باران اورېدلی وو ، د سهار نرم لمر ته د سترګو د لید په اندازه ګلبوټو خپلې غوټۍ غوړولې وې ، رنګونه په کې بېل بېل وو؛ د غره او د سمې  د ټولو ګلانو استازیتوب یې درلود ،د هر رنګ ونډه په کې ښکاره وه ، په خپل ځای کې هر رنګ تر بل ښکلی وو ، د ګل ونه که ټیټه یا لوړه ، اوږد پاڼې او که لنډ پاڼې ، وړه ګلې او که لوی ګلې  او لغړه که ببره وه ، د خبرو په کې څه نه وو ځګه چې دا د کایناتو منظمه مجموعه یا طبیعت وو.

خبره تر طبیعت راغله ، طبیعت یوازې تر بوټو پورې تړلی نه ښکاري، هغه د اسمان په لمنه کې مې د رنګونو په تړون د بوډۍ ټال وليد، رنګین ګنبد همدا شېبه کلي ته د راغلو مسافرو او مېلمنو د ښه راغلاست په پار خپله هنري بڼه د نندارې په موخه  د ډېرو لنډو شېبو لپاره نېغ په نېغ وړاندې کوي،هېڅ سیموال یې له نندارې نه بې برخې کیږي او په همدې ځولۍ کې رالېږلې ټولې الهي ډالۍ د پېژندلو وړ دي. 

د ورځې وروستۍ برخه ژېړه، د غرو له څوکو یې وروسته د الوت وزرونه ښکاره نه شول، خدای خبر چېرې به وي ،توره رنګه تیارې  د همدې غرڅوکې څخه راته په رڼه اسمان وویل، هغه پسې مه ګرځه!  د هغه چا نوم واخله چې مرګ او ژوند تاته درکوي، د ارام غېږې ته ځان وسپاره او د نویو هیلو د راټوکولو لپاره سترګې د سبا په لور پرانیزه. 

په دې دعا سره ((ستاینه د وي دهغه چا لره چې له مړینې وروسته یې ژوندي کړو)) سپینې رڼا په ګړنګونو کې لار وموندله، چاپېریال د غوښتنې سره سم هرڅه ورسره مله شول، مرغانو د غږونوبېلا بېلې  نغمې، د ګلانو په ګرېوان د بورا، شاپرک، غالبوزې، ملخ او نورو لوبې د ورځې شاهدي ویله، د بشري ټولنې په ګډون هرڅه په خپل رزق پسې سرګردانه شول، سهار پسې سهار په هماغه رنګ د وخت پانګه مخ ته وړله او وخت وړې برخې موږ ته د خطر زنګ وې چې پرته له لاس راوړنې په تور،سپین اوژېړو رنګونو کې په خپل لور تللې.   

  نو رنګونه :
-    رنګونه د پېژندنې  نښې نښانې  دي ،رنګونه ځانګړنې دي او رنګونه  هغه معیارونه دي چې زړه بایللي  په کې ځانونه هم بایلي.
-    رنګونه د انساني احساساتو ژبه ده چې له مخې یې خوښي اوخفګان ، درد او سکون ،بېلتون او وصال او نور څرګندوي.
-    رنګونه د ښکلا د لېږدونې او ښکارونې وسیله ده، ریښتني ښکلا په جسم کې او رنګونه یې د ښکاره کېدو هنر دی.
-    رنګونه دي چې کرکه په مینه او مینه په کرکه بدلوی شي.
-    رنګونه مینه ګرکي د مينې د رنګین تار په دوه اړخو سره نښلوي چې کشول یې له سپڼسي د مزي جوړول دي.
-    رنګونه د کایناتو د ښکلا راز دی چې د څېړلو لپاره انساني حواس ورګرځوي.
-    رنګونه د خندا او ژړا انداز دواړه لري.
-    رنګونه تر ډېرو جملو لنډ پیغام دی که د رنګ زړه ته لار ولرې.
 
-    کېدای شي یو رنګ مو ارام او ډېر رنګونه مو متحرک کړي.
-    رنګ په هر جسم کې یو عنوان دی.
-    رنګونه سترګې له سترګو سترګو ته وړي.
-    رنګونه دي چې ښه رنګ پېژنو.
-    ښکلا او رنګ د هر انسان له اړخه بېل ليد د.
-    په هرجسم  کې تر هر څه مخکې رنګ لیدل کیږي.
اوس نو رنګونه د الله ج هغه نعمتونه دي؛ چې په انساني  وجود کې د باصرې(لید) حس د همدې جوړښت د مشهورو غړو  (سترګو) په وسیله پېژندل کیږي او د پېژندلو وړ دي او د انساني عقل سره دا مرسته کوي چې د مخ شي په وړاندې بې تفاوته پاتې شي ، یا غبرګون ښکاره کړي او یا هم د ژوندي ساتلو په لټه کې شي نو پر همدې اساس موږ ته په کار ده چې رنګونو په راکړه شکر وباسو.