روهي (نۍ/۲۸ د چنګاښ)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د يو حکم پر اساس د کورنيو چارو وزارت اوسنی چارسمبال يا سرپرست وزير محمد مسعود انداربی د کورنيو چارو نوماند وزير معرفي کړ.
محمد مسعود انداربي په ۱۳۹۷ لمريز کال کې د افغانستان کورنيو چارو سرپرست وزير وټاکل شو. نوموړی د عبدالله عبدالله په هغه احتمالي نوملړ کې شامل دی، چې څه وخت وړاندې رسنيز شو.
تر اوسه ولسمشر غني د ماليې، اقتصاد، معدن، بهرنيو چارو، عامې روغتيا او يو شمېر نورو وزارتونو لپاره وزيران معرفي کړي دي.
وروستي