د افغانستان په اړه د مسکو د کړنلارې تکمل

د افغانستان او منځنۍ اسيا په برخه کې د روسيې دريځ په ۲۰۱۱ کال نوې  بڼه اخېستې وه. د افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمير کابلوف، ۲۰۱۱ مې مياشت کې کابل کې يوې رسنيزې ناستې ته ويلي وو، چې د افغانستان وضعيت ورځې له بلې د خرابېدو پر لور روان  دی. مسکو له وړاندې په مرکزي اسيا کې د امريکا متحدو ايالتو له پوځي شتون سره مخالفت ښيي. روسيه په مرکزي اسيا کې خپل ځان د امنيت په برخه کې يوازينی اغيز لرونکی ځواک حسابوي او په همدې اساس د مسکو لپاره د مرکزي اسيا په سيمه کې د بهرنيانو او په ځانګړي ډول د امريکا پوځي اډې د منلو نه دي. ۲۰۰۳ کال په دې اړه د نوي ډيلي لپاره د مسکو سفير ويلي وو چې په مرکزي اسيا کې د امريکا  پوځې اډې بې ځايه دي ځکه دې سيمه کې روسيه د مرکزي لوبغاړې په توګه مطرح ده. مسکو په لومړيو کې د درېيو څيزونو په تمه وو:
 
 ۱- امريکا به افغانستان کې ثبات رامنځ ته کړي؛
۲- امريکا به له افغانستان خپل پوځيان وباسي؛ 
۳-  او دا ويره چې که چېرې امريکا له افغانستان پوځيان وباسي نو طالبان به واک ته بيا ورسيږي؛ افغانستان او مرکزي اسيا به اغېزمنه کړي.
 
افغانستان او مرکزي اسيا کې د امريکا متحدو ايالتو د پوځي شتون موخه د روسيې د ځواک کمزوري کېدل ښودل کيږي خو په تېر کې دا څرګنده شوه، چې د متحدو ايالتو دغه درک د کمزورتيا پر ځاي د روسيې ځواک ته قوت ورکړ. 

افغانستان کې د امريکا پر پالېسۍ د روسيې نظر
مسکو له افغانستان په ۲۰۱۴ کال کې د امريکايي پوځيان وتل په دې سترګه کتلی چې امريکا دا پالېسي لري ترڅو د پوځيانو په وتلو پوځې اډې جوړې کړې چې د روسيې ګتو ته به ګواښ وي. له بلې خوا بيا په خپله يو شمېر امريکايي چارواکي هم په دې باور وو چې په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستانه د امريکايي پوځيانو وتل بيړه او عجله ده او واشنګټن په دې برخه کې تېروتنه کوي. د دوی په بارو په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستانه د امريکايي پوځيان وتل به مرکزي اسيا کې د روسيې نفوذ ته لار هواره کړي چې هم به د امريکا متحدو ايالتو او هم به په سيمه کې د هغې متحدينو ته ګواښ وي.  

روسيې له افغانستانه د امريکايي پوځيانو د وتلو پالېسۍ سره دا بارو تر لاسه کړی، چې که يوې واشنګټن له افغانستانه پوځيان باسي نو بيا له بلې خوا دلته پوځي اډې جوړوي چې مسکو روته د ځان او مرکزي اسيا لپاره د ګواښ په سترګه ګوري. همدا لامل وو چې روسيې په افغانستان کې د امريکا متحدو ايالتو د دايمي پوځي اډو په غبرګون کې په غېر مستيقم ډول په ۲۰۱۳ کال کې له طالبانو سره خبرې پيل کړې. 

۲۰۱۳ کال کې د روسيې او امريکا متحدو ايالتو اړيکې سره کړکېچنې او د روسيې او پاکستان اړيکې نېږدې او ښې شوې. هغه وخت مسکو او نېږدې هېوادونو يې دا وړاندوينه کوله چې له ۲۰۱۴ وروسته به د افغانستان حالت د بحران پر خوا لاړ شي او د مسکو نيوکه دا وه چې ناټو افغانستان د ۱۹۹۰ کالونو په څېر يوازې پرېږدي. ۲۰۱۳ کال کې کابل کې د مسکو سفير د ناټو پر پوځي پالېسۍ نيوکه وکړه او زياته يې کړه چې په نيمي کې د افغانستان پرېښودل خطرناکې پايلې له ځان سره درلودلی شي. 

مسکو ويل چې د افغانستان ملي امنيت ځواکونه نه شي کولی  افغانستان کې د ناټو اوسنی مسووليت واخلي چې په پايله کې به اوس او يا وروسته طالبان بيا د افغانستان واک تر لاسه کړي. د مسکو هڅه دا وه چې په افغانستان کې باید داعش ډله نفوذ بايد نه کړي کومه چې د روسيې لپاره ستر ګواښ شمېرل کيږي. د داعش د نفوذ د مخنيوي لپاره مسکو د طالبانو او پاکستان سره اړيکې نېږدې کړې. روسيه د داعش په پرتله طالبان کم د افغانستان او مرکزي اسيا لپاره خطرناک ګوري او همدې موخې ته د رسېدو په پار يې له طالبانو سره غېر رسمي مذاکرات او خبرې پيل کړې. 
پايله
    دا باور نه شي کېدلی چې د افغانستان په سياست کې به د مسکو دننه کېدنه په سوله ييز ډول او خپله پای ته ورسيږي. د روسيې موخې په افغانستان کې نغښتې دي او هڅه کې چې په دې ستره لوبه کې د سياست ټېر تر يو سليزې وړاندې ټيل وهي. روسيه د خپلو ملي ګتو، ورته احتمالي ګواښونو او سيمه کې د يو ستر ځواک په توګه ځان ګوري. د امريکا متحد ايالت نه شي کولی چې افغانستان ته د نورو پوځيانو په رالېږلو او يا پر پاکستان د فشارونو په پايله کې افغانستان باثباته کړي او يا دا چې د روسيې په شمول د نورو بهرنيو کړيو لاسونه د شروع شوي نيابتي جګړې څخه پرې کړي. 

افغانستان له تېرو ۴۰ کالونو په جګړه کې ده او دا ستونزمنه ده چې يو څوګ وايي څه ډول کولی شي چې افغانستان سره يو کړی او پر ځان د متکي دولت څښتن يې جوړ کړي. امريکا په اسانۍ سره نه شي کولی چې د سرتيرو په زياتوالو او په ځيني هېوادونو د فشارونو په پايله کې افغانستان باثباته کړي، ځکه د پاکستان او چين په شمول د روسيې يو شمېر نور ملاتړي دلته په نيابتي جګړې کې دي. 

د افغانستان داخلي ستونزې او د يوې منظمې پوځي سټراټيژۍ نشتون لامل شوی دی چې په افغانستان کې د سترو هېوادونو دغه ستره لوبه چې نښې يې عملاً ښکاري، لا پسې غښشتلې کړي. 
اوس مهال د ولسمشر ټرمپ نوې سټراټېژۍس ته سترګې دي، خو دا هم داسې نه ښکاري چې په افغانستان کې به د چينو روسيې او پاکستان د لاس وهنو لاس ور پرې کړي.