عطا محمد نور: د عنايت شاداب په مشرۍ د جمعيت ګوند ناسته پرېکړه وشوه چې حکومت او سولې بهير کې فعاله ونډه اخلو 

روهي (جمعه/۲۷ د چنګاښ)، تېره ورځ د جمعيت ګوند د لارښوودې شورا لسګونه غړو د عطا محمد نور، حفيظ منصور، کليم الله نقيبي او يو شمېر نورو د ګوند مخکښو غړو په ګدون ناسته تر سره شوه. د ناستې مشري د جميعت ګوند نوي مشر عنايت الله شاداب کوله. 

عطا محمد نور پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي چې د ګوند د نوي مشر عنايت الله شاداب په مشرۍ جميعت ګوند پرېکړه وکړه چې د حکومت او سولې بهير د غښتلتيا په پار پراخه او فعاله ګډون کوي. 

دوی همدا ډول پرېکړه کړې  ده چې د نوي ګوند د نوي مشر د ټاکلو لپاره به عمومي ناسته په نېږدې وخت کې جوړه کړي. جميعت ګوند دوی اوونۍ وړاندې صلاح الدين رباني د ګوند له مشرۍ لېرې کړ. 

صلاح الدين رباني د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ او د عبدالله عبدالله په ګدون د نوي حکومت مخالف دی او د سولې بهير کې د ګډون لپاره هم خپل شرطونه لري.