ډاکتر عبدالله: کابل کې مې د امريکا شارژدافیر سره خبرې وکړې او افغانستان کې مو دايمي سولې ته هيله وښووده 

روهي (پنځه نۍ/۲۶ د چنګاښ)، د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله کابل کې  د امريکا متحدو ايالتو سفارت له شارژدافیر راس ویلسن د سولې په اړه وېډيويي خبرې کړې. 

عبدالله عبدالله پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي، "پدې ویډیوي کنفرانس کې د سولې په برخه کې په وروستیو هڅو، د بین الافغاني خبرو اترو په پیل او حکومتوالۍ بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

دواړه خواوو هیله وښوده چې د سولې بین الافغاني مذاکرات به ژر پیل شي، تاوتریخوالی به کم شي او په افغانستان کې به دایمي سوله راشي."

په دې وروستيو کې پر ډاکټر عبدالله عبدالله نيوکې زياتې شوې او د سولې بهير او خبرو په سست مديريت او بې پروايۍ ملامت بلل کيږي.