غني په غزني کې:  د سولې په اړه وروستی تصمیم به افغان ولس نیسي

روهي (پنځه نۍ/۲۶ د چنګاښ)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار په يو رسمي سفر غزني ولايت ته لاړږ د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح، د ملي امنيت شورا سلاکار حمد الله محب او يو شمېر نورو دولتي چارواکو د ولسمشر ملتيا کوله. 

ولسمشر غني غزني کې د خپلو خبرو په يوې برخې کې ويلي دي، چې  سوله الهي امر دی او موږ  ورته ژمن یوو او غواړو چې وینه بهېدل بند شي. د سولې په اړه وروستی تصمیم به افغان ولس نیسي، له سولې څخه مو موخه په پراخه غېږ کې د ټولو افغانانو را یوځای کېدل دي.

ولسمشر محمد اشرف غني ويلي، چې  د سولې پروسې د پرمختګ لپاره باید د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د زندانیانو برخلیک روښانه شي، دا شرط نه، بلکې مسوولیت دی. که پر خپل وخت د اندړو ولسي پاڅون ملاتړ شوی وای، نو اوس به ټول افغانستان له امنیتي پلوه بل وضعیت درلود. 

ولسمشر محمد اشرف غني د غزني ولايت د بيارغونې په اړه ويلي، د غزني ښار د  انکشافي پلان د برابرولو ترڅنګ د اوبو لګولو سیستم هم احیا کېږي، سره له دې چې د کرونا بدو اقتصادي اغېزو زموږ امکانات محدود کړي، مګر امکاناتو ته په کتو به د غزني د خلکو غوښتنو او وړاندیزونو ته رسیدګي وشي. 

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د خپلو ولايتي سفرونو په لړ کې  له دې وړاندې لوګر او کاپيسا ولايتونو ته په رسمي سفر تللی وو.