غني، صالح او محب په غزني کې

روهي (پنځه نۍ/۲۶ د چنګاښ)، د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس او د وسله وال پوځ اعلی سر قومندان محمد اشرف غني نن سهار د غزني ولایت د عمومي وضعیت د ارزونې په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ.

په دې سفر کې چې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب، د کابینې یو شمېر غړو او د ځینو ادارو مسوولینو هم د جمهوررئیس ملتیا کوله.

د هیواد جمهوررئیس وروسته د یادولایت له ملکي او نظامي  مسوولینو سره په امنیتي غونډه کې د هغوی د کړنو راپور واورېد.

د يادونې ده چې غزني د ولسمشر محمد اشرف غني د سفر پر مهال پر غزني ښار دوه توغندي توغول شوي، چې په پايله کې يې شپږ ولسي کسان ټپيان شوي دي.