
روهي (پنځه نۍ/۲۶ د چنګاښ)، د افغانستان بهرنيو چارو وزارت نوماند محمد حنيف اتمر وايي چې د نړۍ ۱۲ هېوادونو تياری ښوودلی دی چې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو کوربتوب وکړي.
د ناروي او المان اروپايي هېادونو په شمول؛ ترکمنستان، قزاقستان، چین، روسیه، ترکیه، ایران، قطر، اندونیزیا او جاپان هغه اسيايي هېوادونه دي، چې د افغان ترمنځ د سولې خبرو لپاره يې د کوربتوب ويلي دي.
د هېواد د بهرنيو چارو نوماند وزير دا هم ويلي دي چې د سولې خبرو د پيل لپاره حکومت ګامونه اخېستې دي. اتمر ويلي چې د طالبانو د ۵زر کسيز نوملړ څخه تر اوسه ۴۴۰۰ طالب بنديان خوشي شوي دي.
بله خوا کې، بيا د سولې بهير چارې اومديريت ډاکټر عبدالله عبدالله ته د مصالحې عالي شورا په چوکاټ کې سپارل شوی دی، خو تر اوسه يې د يادې شورا جوړښت هم نه دی بشپړ شوی.