جرمني: د افغانانو ترمنځ خبرو کوربتوب ته لېواله يو 

روهي (پنځه نۍ/۲۶ د چنګاښ)، د جرمني حکومت ويلي  دي چې هېواد يې چمتو دی ترڅو د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د بين الافغاني خبرو کوربتوب وکړي. له جرمني وراېخوا يو شمېرو نورو هېوادونو هم ويلي دي چې د بين الافغاني خبرو کوربتوب ته تيار دي. 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد د چهارشنبې په ورځ رسنیو ته په استولي پيغام کې وویل چې جرمني د سولې د خبرو کوربه‌توب ته چمتو شوی او په دې تړاو د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس د بهرنیو چارو وزیر له سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر سره په ټيلیفون خبرې وکړې

افغان حکومت او طالبانو له دې وړاندې ويلي وو، چې د سولې خبرو لومړۍ ناسته به د قطر پلازمېنه دوحه کې کيږي او له هغې وروسته به د دواړه خواوو په هوکړې درېيم هېواد د بين الافغاني خبرو لپاره ټاکل کيږي.