نيوکې: د مصالحې عالي شورا نيمه - نېمګړې پاتې او عبدالله عبدالله پر خلکو مارشالۍ ويشي 

روهي (څلورنۍ/ ۲۵ د چناګاښ)، هېواد کې د ناامنيو او جګړې پر بيا زېاتېدو د عبدالله عبدالله په مشرۍ د مصالحې عالي شورا پر مشر ډاکټر عبدالله عبدالله نيوکې زياتې شوي او ويل کيږي چې عبدالله عبدالله د ورسپارل شوې چارو په مديريت کې پاتې دی. 

تازه عبدالله عبدالله د هېواد شمال جوزجان ولايت ته تللی وو او هلته يې د جنرال دوستم د مارشالۍ د رتبې د ورکړې په مراسمو کې برخه اخېستې وه. عبدالله عبدالله د عبدالرشيد دوستم په اوږه د مارشالۍ نښان ووهلو. 

د ولسي جرګې يو شمېر غړي او هېوادوال نيوکه کوي، چې عبدالله عبدالله خپل اصلي مسووليت چې د سولې بهير مديريت دی شاته کړی او په سياسي کړو وړ بوخت دی. 

تر اوسه د مصالحې عالي شورا پنځه مرستيالان نه دي ټاکل شوي او همدا ډول د يادې شورا دننه جوړښت چې عمومي جسله په کې شامله ده، نه ده بشپړه شوې.