پاکستان او د افغانستان تجاراتي اړیکو دوستي بیرته تازه کیدل؟

افغانستان د پاکستان سره تقریبا ۲۲۰۰ کیلو متره شریک سرحد لري چې د داوړو هېوادونو ورڅخه په ټولو ګټګوریو کې ګټه اخیستي ده ،  دواړو هېوادونو د تجاراتي  راکړې ورکړې لپاره خصوصا د ۲۰۰۱ کال راهیسې زیاته ګټه د تورخم او سپین بولدک څخه اخېستي  دی چې نوری لارې وخت نا وخت د تروریستانو د ډاره بندې شوی دي ، اوس چې د سولي خبرې تر یو حده پرمخ تللي دې او هم افغانستان د چين ، مرکزې اسیایې ګونډې هېوادونو او ایران سره تجاراتې اړیکې پراخي کړي او تر یو حده پورې له پاکستان څخه خلاص شوی دي اما پدې ورستیو کې داسې خبرونه خپره شول چې هند کوښښ کوي چې د چابهار له لارې افغانستان ته د ریلپټلي کارونه شروع کړي چې د همدې له لارې د افغانستان مرکزې اسیایې ګونډې هېوادونو ته لار پیدا کړي او هم د چهابهار فعالیت شروع کیدو لپاره هندوستان مرسته شوي غنم  افغانستان ته راولیږل ،  چې د تجارات پرمختګ لپاره یې ښه پیغام پریښوده  او د دې تر څنګ افغانستان هم کوښښ کوي چې د مرکزې اسیایې ګونډې هېوادونو سره تجاراتې اړیکې پراخي کړې او هم د دې له لارې اروپا سره ونښلیږې چې د سیمې هېوادونو لپاره مثبت پیغام دې او هم په افغانستان کې پانګونی اسانتیاو رامنځته کولو پیغام دي چې د نړیوالو پانګوالو پاملرنه افغانستان ته شي .
پاکستان اوس څه غواړي چې افغانستان ته یې وښایې؟

پدې وروستیو کې پاکستان د تورخم او سپین بولدک لارو تر څنګ  د غلام خان بندر او انګور اډه، خرلاچې لارې هم د تجاراتي اړیکو لپاره  بیرته پرانسیتلي او هم د نورو لارو خلاصیدو حسن نیت یې ښودلي چې پاکستان همدې لارو له امله تقریبا په میلیونونو ډالره حصاره لیدلي دی ، مهمه دا چې  پاکستان واهګه سرحد  د افغانستان تجارت پر مخ خلاص کړ او نورو اسانیتاوي رامنځته کولو په لټه کې دی ، چې بیرته د افغانستان سوداګرو پاملرنه خپل ځان ته کړي. اوس دا باید معلومه شي چې پاکستان پدې وروستیو کې داسې اقدام کولو سره څه غواړي  ثابت یې کړي  افغانستان تقریبا دا شل کاله پاکستان ته فرصتونه ورکړي چې پاکستان په خپلو وعدو نه دی دریدلی او هم یې د افغانستان په ضد دوه مخې پالیسې ته دوام ورکړي د پاکستان دوستي دا ځل بیا هم د تېر په څېر نشې چې افغانستان ته چل ورکړي او د افغانستان له اقتصادې پرمختګ څخه راوګرځه وي ځکه چې افغانستان اوس پدې لټه کې دی چې د اقتصادي پرمختګ لپاره باید تجاراتي اړیکو بدیل پیدا کړي او هم په سیمه کې ټولو هېوادونو سره پراخي تجاراتي اړیکې ولري. د دې لپاره افغانستان باید ډېر با تدبیره او د احتیاط څخه ډک قدم واخلي ځکه چې پاکستان همیش د افغانستان د مجبوریت څخه د ځان په ګټه ګټه اخیستي او همدرنګه پاکستان سره شوي اقتصادې او تجاراتي تړونونو باندې تجدید نظر وکړي چې پدې تړونونو باندې پاکستان څومره عمل کړی او څومره یې نقض کړي دی. داسې نه ده چې د پاکستان جغرافیې موقعیت ته افغانستان ضرورت لري بلکې پاکستان هم د افغانستان جغرافیې موقعیت ته زیات ضرورت لري چې مرکزې اسیایې هېوادونه سره تجاراتي اړیکې پراخي کړي اوهم  پاکستان د مرکزې اسیایې هېوادونو سره تقربیا  دوه سوه میلیون ډالره یواځي د تازه میوو او سبزویجاتو راکړه ورکړه لري چې دی امله افغانستان موقعیت پاکستان ته زیات ارزښت لري او هم پرامن افغانستان د  پاکستان اقتصادې دهلیزونه بریاليتوب په ګټه هم تمامیدلي شی.

افغانستان د تاریخ بلکې د تېرو شلو کالونو راهېسي پاکستان ته د دوستي فرصتونه ورکړی اما پاکستان بیا هم په دوه مخي پالیسې تاکید کړي او تر نن ورځ پورې خپله خاوره او سیاست د افغانستان په ضد استعماله وي چې تېره ورځ یې د  پارلمان یو وکیل په ډاګه وویل چې په (افغانستان کې جنګ ته باید ادامه ورکړل شي) یعنی دا د دې ثبوت ورکوي چې پاکستان په خپله غیږه کې نه تنها د افغانستان په ضد تروریستان روزلي بلکې خپل سیاسیون ذهن یې هم په دوه مخې پالیسي او پوځي ګټو باندې متمرکز دي اوس د افغانستان حکومت د پاکستان دوستې له سیاسي ، اقتصادي او همدرنګه شته شرایطو کې ارزیابې کړي او هم د له هرې زاويې څخه د پاکستان اقدام اخیستل فلتر کړي  ځکه چې پاکستان په سیمه کې پرمختللي استخباراتي لوبې هنر لري او د هر ډول لوبې لپاره په غیږه کې روزل شوي لوبغاړي لري نو بهتره دي چې پاکستان سره ډېر احتیاطې ډول او د ستراتیژ اهدافو له لاري مخکې لاړ شي ځکه چې څومره پاکستان پرمختګ ته ضرورت لري افغانستان یې دوه چنده لري ، افغانستان باید ځګه د احتیاط او ستراتیژیکو اهدافو څخه کار واخلي چې پاکستان څو ځلي افغانستان ته امتحان ورکړي چې افغانستان څخه یې د خپلو ستراتیژیکو اهدافو کې پوره ګټه اخیستي اما پاکستان تر ننه پورې په خپلو وعدو عمل نه دی کړی ، اوس باید افغانستان حکومت بدا هر څه په یاد ولري او د پاکستان سره په دلایلو او سیاسي مباحثاتو کې یادونه وشي چې پاکستان ته خپلي غلطې په ګوته کړی. پاکستان حکومت باید خپلو عامو، سیاسیون او ګوندونو ته دا په ډګه ووایې چې هند او افغانستان په ګونډیتوب کې فرق لري او هم باید پاکستان دا فرق په خپلو اړیکو کې ثابت کړي چې افغانستان یو مستقل او خپلواک هېواد دي د هیچا تر اغیز لاندې سیاست پر مخ نه وړې بلکې خپل سیاست لري او خپلو ستراتیژیکو اهدافو په لټه کې دي چې دغه ګټې زیاتره په دوستانه اړیکو استواري دي افغانستان حکومت باید د دې قوی تضمین د اسلام اباد څخه ولري چې د هند سره په دښمني کې افغانستان هیڅ ډول زیان ونه ویني او نه د افغانستان پرمخ  بیا تجاراتي لاري بندې کړي او همدرنګه هغه تجاراتي مالونه چې له هند څخه افغانستان ته راځي پاکستان یې باید خنډ او مانع بهانې ونه لټوي او نه یې موانع شي ځکه چې افغانستان کوښښ کوي  د اقتصادې ستونزو څخه ووځي . د افغانستان حکومت دا هم باید ارزیابې کړي چې پدې ورستېو پدې کوښښ کوي چې مرکزې اسیایې ګونډې هېوادونو او هم د دې له لارې اروپایې هېوادونو سره تجاراتي اړیکې پراخې کړي او هم په مستقیم  ډول د سرحد له لارې چین او افغانستان سره ونښلیږي او تجاراتي اړیکې همدې سرحد له لارې پراخي کړي که چیرته پاکستان په صحی معنی د کابل حکومت دا هلی ځلي درک کړي وی چې پدې سره پاکستان ته نه تنها زیان رسیږي بلکې افغانستان تجاراتي تګ راتګ بدیل پیدا  کولي شي چې نه غواړي دا ګټه له لاسه ورکړي ، اوس د دې په بدل کې افغانستان ته ټولي لارې پرانیزې او هم د اسانتیاو کوښښ کوي چې د موانعو مخه ونیسي او هم د دې له لارې امریکا ته هم هیله مندې پیغام ورکړی  چې د امریکا له وتلو ورسته به پاکستان په سیمه کې اقتصادې ګټو په لټه کې وي او هم د دې کوښښ کوي چې د سیمو هېوادونو سره دوستانه سیاسي ، تجاراتې اړیکې ولري.

افغانستان حکومت باید د پاکستان ستراتیژیک اهداف مطالعه او شرایطو ته په کتو ارزیابې کړي داسې نشي چې د پاکستان دا هر څه لنډ محاله وي او یا  افغانستان له اقتصادې او تجاراتي پرمختګ څخه راګرځولو کوم چل وي . د افغانستان اقتصادې شورا باید د پاکستان هر اقدام ټکې په ټکې سیاسي ، اقتصادي ، تجاراتي ، شرایطو ته په کتو کې او هم د افغانستان ستراتیژیکو اهدافو ګټو له زاویو څخه ارزیابې او وڅیړي.چې د پاکستان په ریښتوني مطلب پوه شي او هم ورته بدیل پلان مخکې نه مخکې ورته ولري.