بخل/ که د بریا پر واټ  سور څراغ؟!

کینه، نیت بدي او یا دبل پر بریا، خوښیو او پرمختګ خپګان، که له یوې خوا د بل د پرمختګ مخه نشي نیولای، له بل لوري ګینه ګر انسان لاندې زیانونه ویني.

له دیني اړخه
۱: رسول الله(ص) فرمایي: لایَجتَمِعُ الحَسَدُ وَ الایمانُ فی قَلبِ امْرِیءٍ. ژباړه:  حسد او ایمان هیڅ کله د یو انسان په زړه کې نه سره جمع( یوځای) کیږي. یانې حسود او بخیل انسان د ایمان له اړخه کمزوری وي او یا هم له ایمان څخه خلاص وي ځکه خدای(ج) به پر یو بنده پېرزوینه کوي او کله چې بنده پر هغه نیت بدي کوي نو داسې مانا لري چې د خدای(ج) له تقدیر سره دښمني کوي او د خدای(ج) پر پرېکړه، رضا نه لري.

۲: حسود او نیت بدی انسان له ژوند څخه لږ خوند اخلي او د نورو پرتله لږ خوښ وي. رسول الله(ص) فرمایي: اَقَلُّ النّاسِ لَذّةً اَلحَسود. ژباړه: حسود انسان له ژوند څخه تر ټولو لږ خوند او خوښي اخلي.

په دې اړه ښایي ډېرې نورې دیني لارښونې هم وي خو ما دلیکنې د زیات اوږدېدو مخنیوي په موخه همدا دوه احادیث راواخیستل.

له ټولنیز اړخه
۱: له ټولنیز اړخه بخیل او حسود خلک ډېر کم ملګري لري هغه هم د ټولنې ټیټه برخه خلک، ځکه د بخیل کس هغه وګړي او ملګري نه خوښیږي چې تر ده دې لوړ وي، نو یوازې له هغو خلکو سره ملګرتیا پالي چې د ده هم سویه وي او یاهم د پرمختګ فکر ونه لري.

۲: بخیل کس له پرمختګ پاتې کیږي، ځکه د پرمختګ یو اصل لورینه او له پرمخ تللو کسانو سره ملګرتیا او اړیکې دي چې بخیل کس دغه ځانګړنې په ځان کې نه شي روزلای.

۳: د بخیل کس پوهه کمه او دلایل یې کمزوري وي، ځکه د دلایلو او بحث لپاره کافي معلوماتو او ژورې مطالعې ته اړتیا ده او  دغه ډله خلکو ټول وخت د خلکو د پرمختګ  د مخنیوي  په هڅه کې ډوب وي او اصلا له ټولنیزو او.... بحثونو سره لیوالتیانه لري.

۴: بخیل کس په ټولنه کې ځای نه لري، ځکه دغه ډله خلک د وخت په تېرېدو سره په خلکو کې مشهوريږي او د شکاک شخص په توګه پېژندل کیږي. دا چې په ټولنه کې بخیل کسان ډېر کم ملګري لري نو خلک له دې ډلې ځان ګوښه کوي.

۵: بخیل کس په دفترونو او نورو دندو کې پرمختګ څه چې دوخت په تېرېدو له دندې شړل کیږي، ځکه دغه ډله خلک د دندې پر مهال هم د عادت له مخې د خلکو دپرمختګ، دښمنۍ ته بډې وهي او خپل کارونه ترې پاتې کیږي.

۶: بخیل کس دخپل راتلونکي پرېکړه نشي کولای، ځکه دغه ډله کسان دځاني پرېکړې پر مهال ټول خلک خپل سیالان بولي او د تر ټولو ښې ټاکنې په لټه کې وي، او حال دا چې دغه څیزونه له هڅې، ملګرتیا، پیسو، ښو اخلاقو او ښه سیرت پرته لاس ته نه راځي.

۷: بخیل کس په ژور خفګان اخته کیږي، ځکه دغه ډله کسان، ټول وخت د خلکو د پرمختګ د مخې ډب کېدو په اړه فکر کوي او خلک د ده د فکر خلاف پرمختګ کوي، بلا آخره تر ډېرې مایوسۍ وروسته تر رواني فشارونو لاندې راځي او په ژور خفګان او وروسته لیونتوب ته نږدې کیږي.

۸: بخیل کس د ښوخبرونو لېوال نه وي، ځکه دغه ډله خلک یوازې د دوی د زړه خبرونه (د خلکو ناکامي) اوري او د پرمختګ، بریالیتوب او خوښیو له خبرونو یې کرکه کیږي.

۹: بخیل کسان له هر ډول بانډونو سره یوځای کیږي، ځکه دغو ډول خلکو یواځینۍ موخه د سیالانو پرځول وي او د دې کار لپاره له هر ډول بانډونو او ډلو سره لاس یو کوي او آن پر قتل هم لاس نه نسي.

۱۰:  بخیل کس ژر بوډا کیږي. ژور خفګان، کم ملګري، فقر، له ټولنې لرېوالی، نه پرمختګ او نا معلوم برخلیک د بخیل کس څېره په کمه موده کې له ځوانۍ د بوډاتوب خواته بیایي او ځان له یو عالم بې ځایه ګیلو او ګناهونو سره حق ته سپاري.

له بخل څخه د لاس اخیستو څو لارې.
۱: د خدای(ج) پر قضا او وېش دې رضا اوسي، پر تېرو ګناهونو دې توبه وباسي او پر خپلو کړنو(اعمالو) دې له سره کتنه وکړي.

۲: دا چې بخل هم د وخت په تېرېدو په عادت او رواني ناروغۍ بدلیږي له دې عادت څخه د خلاصون په موخه دې له ملګرو مرسته وغواړي.

۳: په ژوند کې دبریا ترڅنګ دې د آخرت په اړه هم فکر وکړي او یوې ځانګړې موخې ته دې کار پیل وکړي.

۴: له خلکو دې بښنه وغواړي، ځان دې د نورو په شان بنده حساب کړي او خپلې تېروتنې دې ومني.

۵: له هغو کسانو دې لرې اوسي چې پخوایې ورسره ملګرتیا لرله او د ملګرو یوه نوې ډله دې ځان ته پیدا کړي.

۶: لمونځ اودس دې وکړي اوله خلکو سره مرسته دې خپله ورځینۍ دنده وبولي.

۷: له ملګرو سره دې له سره او حیرانوونکې اړیکې پیل کړي، د ملګرو بریاوې دې وستایي او د بریالیتوب چلونه دې ترې زده کړي، که چا یې چل ور ونه ښود د هغه ژوند دې مطالعه کړي او پراخې مطالعې ته دې بډې و وهي.