که غواړئ اړیکې مو سړې نشي؛ تر ټولو لمړی ښه ملګري وټاکئ

۱: خپل ټلیفون ته ځواب ورکړئ. که وخت نه لرئ، ټلیفون اوکې کړئ او له مقابل کس سره ژمنه وکړئ چې وروسته ورته زنګ وهئ او که د ټلیفون اوکې کولو وخت هم نه لرۍ نو وروسته هرو مرو یادې شمېرې ته زنګ و وهئ، ځکه اکثر ملګري ستاسو د بوختیاوو له مهال څخه خبر نه لري او په دې ډول د اړیکې سړېدو پرېکړه کوي. ټلیفون ته مو د زنګ پر مهال خپل مبایل د ځواب لپاره بل چاته مه سپارئ، ځکه ښایي ستاسې ملګري ته ستاسې د خوښې ځواب ونه وایي او یا مو ملګري تاسې ته د مغرور فکر وکړي او یا ښایي و وایي چې تاسې یې د ملګرئ لیوالتیا نه لري.

۲: له ملګرو سره دلیدو، زنګ وهلو، ټلیفون ته دځواب او نورو وختونو معلومات ورکړئ. په دې مانا چې د خپل رسمي کاري وخت مهالوېش مو ورته اعلان کړئ. په دې ډول ملګري له تاسې نه خپه کیږي او د اړیکو سړېدو پرېکړه نه کوي.

۳: که په خواله رسنیو( فیسبوک، ټویټر....) کې له ملګرو سره یاست، تل یې د لیکنو په اړه مثبت نظر ورکړئ، که په خپره کړې لیکنه کې یې تخنیکي، ګرامري او نورو تېروتنو شتون درلود. د مسینجر له لارې ورته لارښونه وکړئ، ځکه کمنټونه نور وګړي هم ګوري او یاد کس د کمترۍ احساس کوي. ترڅنګ یې مسنجر کې درغلیو پیغامونو ته هم لنډ ځوابونه ورکړئ. که په ځواب کې ځنډ راغلی وي، بښنه وغواړئ او لامل یې ولیکئ.

۴: غونډې، بنډار، میلې او نورو ته د دعوت پر مهال خپله پرېکړه پرېکنده کړئ. ورتګ او نه ورتګ مو په واضح ډول و وایئ یانې دوه زړي کیږئ مه او ستونزو ته په کتو ژر یا وروسته تصمیم ونیسئ.

۵: د ملګرو د واده، مړي( ښادئ او غم) مراسمو کې ګډون وکړئ.

۶: هر کس په لمړیو کې د کوم ځانګړي مقام خاوند نه وي، که تاسې د وخت په تېرېدو لوړ منصب ته رسېږئ، تېر(زاړه ملګري) مه هېروئ، تل یې پوښتنه کوئ او راشته درشه (د امکان ترحده) جاري وساتئ.

۷: له ملګرو سره مرسته وکړئ، که ملګري مو داسې وضعیت ته ځي چې د حل لار ترې ورکه وي، مرسته ورسره وکړئ.

۸: که دنده لرئ، بې دندې ملګري درسره په دنده وګومارئ.

۹: د تېروتنې او هغو تصادفونو له کبله چې ملګري پرې زړه بدي کیږي سم دستي بښنه وغواړې او دلیل ورته و وایاست.

۱۰: ملګرو ته ځورونکي نومونه ( کاږه نومونه) مه اخلئ.

۱۱: دزړه ملګري د کورنۍ له غړو سره هم معرفي کړئ او وخت ناوخت ورته دعوت ورکړئ.

۱۲: له ملګرو سره د زړه خواله وکړئ، د هغو ستونزې واورئ، دبریا رازونه یې و پوښتۍ او د خپل ژوند کیسې ورته وکړئ.

۱۳: خپل کاري مهالوېش ته کتو په اونۍ، میاشت او یا هم تر دې ډېره موده کې یوځل ملګرو ته د غونډېدو بلنه ورکړئ، که د ناستې لپاره مناسب ځای نه لرئ د هغوی کور وټاکئ.

۱۴: د ډوډۍ د دعوت لپاره، ډېر چمتوالی مه ورته نیسئ، ځکه اکثر ملګري داسې دي چې پر تاسو یې ډېر لګښت نه لوریږي او بیا ستاسو کورته د تګ زړه نه ښه کوي نو څه چې تیار و ورته را وایې خلئ.

۱۵: له ملګرو سره حدود وټاکۍ او تر هغې مه اوړئ.

۱۶: که د مېلمستیا چتموالی ستاسو په کور کې وي پر ملګرو داسې ټوکې مه کوئ چې زړه بدي شي.

۱۷: په هیڅ صورت ملګرو ته دروغ مه وایاست.

۱۸: د تېرو تنو پر مهال مو ملګرو ته په ورین تندي بښنه وکړئ.

۱۹ک خپل دریځ وساتئ او د نورو دریځونو ته هم درناوی ولرئ.

۲۰: ډېره هڅه مه کوئ، چې د باور لپاره ملګري و ازمایئ.

او وروستئ سپارښتنه داچې کله هم په ملګرو نیت مه بدوئ، ورته و وایاست چې ستاسو هره سپارښتنه، ستاسو شخصي نظر دی او تحمیلي بڼه نه لري.