ټلویزیوني مرکه داسې وکړئ!

په ننۍ پرمختللې نړۍ کې د افکارو د خپرولو تر ټولو ښه لار رسنۍ دي خو هغه چې مرکه او پکې د مېلمه په حیث کېناستل یوڅه  ګران دي هغه ټلویزیون دی په تېره چې خپرونه په ژوندۍ بڼه( Live) وي. ځکه په ټلویزیوني مرکه کې د خبرو ترڅنګ  د ملېمه شوي کس څېره، دلاسونو په ګډون ټول منظم حرکات اړین بلل کیږي. په ټلویزیون کې د مرکې پرمهال ځینې وګړي ولې له ستونزو  سره مخ کیږي او یا په ځوابونو کې د پاتې راتګ ترڅنګ له موضوع وځي؟

ځینې کسانو ته ټلویزیوني مرکې دځانګړو کسانو کار ښکاري خو رښتیا دا دي چې که ځینې وړتیاوې په ځان کې وروزل شي آن یو عادي کس هم یوه ښه ټلویزیوني مرکه کولای شي.
 تر ټولو مخکې  د ټلویزیوني مرکې د بلنې تر منلو وړاندې د مرکې دموضوع په اړه وپوښتئ. که موضوع ستاسو د فعالیتونو او مسلک اړوند وه یا داسې ټولنیزه، سیاسي او کومه بله موضوع وه چې تاسې یې په اړه معلومات لرئ یا یې پیدا کولی شۍ، نو بلنه ومنئ او تر مرکې وړاندې او د مرکې پر مهال لاندې ټکي په پام کې ونیسئ. 

تر مرکې وړاندې
۱: د مرکې دموضوع په اړه ښه ډېره او اغېزناکه مطالعه وکړئ او مهم ټکي یې درسره یاداښت کړئ.

۲: د مرکې موضوع په درې ،څلورو او یا هم په پنځو برخو( د موضوع اړوند عمومي معلومات، په اړونده برخه کې ستونزې، لاملونه، حل لارې،  او لاسته راوړنې) و ویشئ او هرې برخې ته اړین ځوابونه پیدا او یاداښت کړئ. څومره چې ډېر معلومات ولرئ، پر ځان باور مو زیاتیږي او په زړه کې پرته وېره مو کمیږي، ځکه تر مرکې وړاندې د مرکې کوونکي کس ستره وېره داوي چې دپوښتنو پرمهال پاتې رانشم.

۳: که وخت لرئ، راټول کړي معلومات مو په یو آرامه ځای، یا خونه کې په لوړ اواز ولولئ. داسې وانګېرئ چې اوس مهال د مرکې په حال کې  یاست او د نطاق پوښتنو ته ځوابونه وایئ. په دې ډول مو معلومات په ذهن کې پخیږي.

۴: که د ټلویزیون د تخنیکي وسایلو د اغېز په اړه وېره لرئ، هڅه وکړئ که انټرنیټ ته لاس رسی لرئ د نورو خلکو مرکې وګورئ. په دې ډول به مو هم وېره کمه شي او هم به د مرکه کوونکي کس اندازونه زده کړئ.

۵: که مو لمړی ځل وي چې ټلویزیوني مرکه کوئ، تر مرکې وړاندې یوځل بیا خپل یاداښتونه وګورئ.

۶: ترمرکې وړاندې خپلې جامې، ویښتان او نور منظم کړئ، ځکه د جامو او ځان منظم والی هم د مرکه کوونکي ځان باوري زیاتوي.

د خپرونې پرمهال
۱: تر مرکې لږ تر لږه نیم ساعت وړاندې ټلویزیون ته ځان ورسوئ او د لارې بندښت او ځینې ستونزې په نظر کې ونیسئ.

۲: ویاندویان د دود له مخې تاسې لیدونکو ته ورپېژني او تر هغې وروسته له تاسې لمړۍ پوښتنه پیلوي. تاسې باید د لمړۍ پوښتنې تر ځواب وړاندې په یاد ولرئ چې لیدونکو او ویاند ته خپل سلامونه او پېرزوینې و وایاست، ځکه سلام کلام که څه هم د موضوع برخه نه وي خو له تاسې سره مرسته کوي چې دمرکې پیل ته  چمتو شئ.

۳: مرکه له پیله څخه په عادي مسکا پیل او په عادي ژبه د نطاق پوښتنو ځوابونه ورکړئ.

۴: د مرکې پر څوکۍ او یا کوچ منظم کښېنئ، له بې ځایه لاس او پښو خوځولو ډ ډه وکړئ، خو که د لاس او پښو خوځولو عادت لرئ هڅه وکړئ قلم او یا د یاداښت کوچنئ ورقه چې دموضوع نچوړ مو په کې راټول کړی په لاس کې واخلئ.

۵: مرکه کوونکی له تاسې سره د مرکې پر مهال نور مسئولیتونه( د کامرې بدلون، د خپرونې چمتوکوونکي/ پروډیوسر لارښونې او نور) لري. نو که مرکه کوونکي دمرکې پر مهال له تاسې پام واړاوه خپل ځواب ورکولو ته دوام ورکړئ.

۶: احساس پارونکې پوښتنې په آرامه ډول ځواب کړئ او که یې ځواب په کوم اړوند کس یا ادارې پورې اړوند وو، و وایاست: ښه ده چې په دې اړه له اړوندې ادارې پوښتنه وشي.

۷: که د ځینو پوښتنو دځواب په اړه وېره لرئ او یا نه غواړئ ځواب ورکړئ، تر مرکې وړاندې او یاهم د دمې/ وقفې پرمهال ویاند ته و وایاست چې یاده پوښتنه در څخه ونشي. دغه راز د دمې پر مهال اوبه وڅښئ او د امکان پر مهال له ویاند سره ځان بلد کړئ، خو هیڅکله له نطاق څخه تر دې مهاله د خپلې مرکې د څرنګوالي په اړه مه پوښتئ، ځکه په دې ډول ښایي جرئت وبایلۍ اوپه پاتې مرکه کې د ځوابونو په ورکړه کې زړه نازړه شئ.

۸: که ناڅاپي له داسې پوښتنې سره مخ شوئ چې په اړه مو یې فکر نه وو کړی، عمومي اوضاع تعریف کړئ.

۹: د مرکې پر مهال د مهمو ټکو پر وخت هڅه وکړئ کامرې ته وګورئ، او نوره مرکه له نطاق سره وکړئ.

۱۰: هڅه وکړئ د نطاق له پوښتنو سره سم ځوابونه ورکړئ او تر هغه وړاندې موضوع ته مه ځئ. د بېلګې په ډول د ستونزو دبیان پر مهال د نطاق تر پوښتنې وړاندې دستونزو لاملونه مه وایاست.

۱۱: د زړه د خبرو یوه برخه مو د مرکې پای ته وساتئ او وروستی پیغام مو د موضوع له عمومي او مهمو ټکو وټاکئ.

۱۲: د ویاند تر غوښتنې وړاندې مو له واسکټ یا کورتۍ څخه مایکروفون مه لرې کوئ، ځکه ښایي تاسې لاهم د کامرې ریزومینګ( دکامې شاته تګ شاټ) حالت کې اوسئ.

تر مرکې پای ته رسېدو وروسته له نطاق او تخنیکي کارکوونکو مننه وکړئ. او په پای کې باید یادونه وکړم چې هرڅوک ټلویزیوني مرکه کوي، خو پورته ځانګړتیاوې د یو ښه مرکه کووکي لپاره دي.