ناباوري ‎

عاطفي اړخ مو ورک، احساس مو مړ، په ژوند کولو ناباوره، په خپلې راتلونکې باندې بې باوره، د فکري انتقاد د ناباوریو په اوج کې اوسو، خپلې ټولې انساني هیلې مو محوه کړي. څه د مړه احساس خاوندان ګرځېدلي او څه په ذهني چاپېریال کې د فطرت له اړخه کمزوري شوي یو. 

موږ په ټوله کې ژوند د خیال په ایینو کې کوو. دا ځکه چې زموږ په فطرت کې د غرایزو یو جوپه شتون لري، چې د هرې پدیدې په وړاندې د تعارض فکر له ځان سره لرو. هیلې په خپل داخلي جوړښت کې محوه کوو او ژوند د انسان جوړونې او باور پیداکېدنې په حوض کې نه ورګډوو؛ بلکې دروني غوښتنې د غرایزو له لارې اشباع کوو؛ خو د غرایزو اشباع یوازې د بېلارۍ په انتخاب کې نه دي نغښتې؛ بلکې د ښه کارونو په ترسره کولو کې هم انساني سکون ترلاسه کېدای شي، چې انسان ورسره فطرتاً هم سازش کوي. دا په ټولنیز ژوند او فکر پورې اړه لري، چې د خلکو لپاره د چاپیریالي ایډیال نښه وګرځي او هر یو ترې متاثره شي، هر فرد غواړي چې څنګه ټولنه د خپل ځان په رنګ کړي او د هرې پدیدې پر وړاندې د خلکو تصور او عکس العمل ټول له نظره تېرکړي، چې ټولنه په کوم ځای کې ده؟ 

دا حالت د ناباورۍ فضا له بدلون سره تړلې که موږ په فکري لحاظ د ټولنې په دروني خوځښت کې د انسان پالنې درک  پیدا کړو او ټولنه د خپل هېوادنۍ مینې په چاپېریال کې مطالعه کړو او هېوادنی فکر پر ټولنیز تفکر کې ذوب کړو؛ نو هله به د ټولنې په باورونو کې د بدلون څرک ولګېږي او هر تصور به د خپلې تللې رڼا سره بېرته وصل شي او د باور یو رنګین تصور به راښکاره شي، چې له دې سره به په ټولنیزوالي کې د انسان پالنې تصور په خوځښت راشي او په هر ناباوره تصور کې به د باور رنګ راښکاره شي.