ژوند د فزیک په قوانینو کې رانغاړي

د ژوند دېر اصول د فزیک د قوانیونو په محور کې څرخیږي، لکه څرنګه چې انسان د پنځ یا طبیعت له غړو څخه دی، نو څرنګه چې فزیک هم د پنځ څخه بحث ګري. دا به عجیب هم نه وي چې د انسان د ژوند ډېری اصول به په ځان کې راونغاړي.
دلته به موږ ځینه قوانین او د هغه اړیکه د انسان د ژوند سره تشریح کړو.

    •    د فزیک د قوانینو په استنباط په همواره سطحه کې یو ساکن جسم ته حرکت ورکول په لومړیو کې ډېرې انرژۍ ته اړتیا لري تر څو متحرک شي، خو وروسته بیا د هغه د تحرک ساتلو لپاره نسبت لمړنۍ انرژۍ په پرتله لږه انرژۍ ته اړتیا وي. ځکه د استحکاک انرژي په کې ضعیفه کیږي.

د ژوند چارې کټ مټ همدې قانون ته ورته والی لري، کله چې تاسو غواړي یو کار وکړی نو پیل یې ډېر سخت وي. مختلف لاملونه مو مخ ته دریږې تر څو خڼډ را منځته کړي او موږ خپل کار پیل نه کړو. خو کله مو چې پیل کړو دا نه، چې موږ به یواځې خپلې چارې په ښه توګه مخ ته یوسو خوند به هم ترې اخلو.

د مثال په توګه غواړو چې، یو کتاب مطالعه کړ خو پیل یې سخت وي. ځان سره انګاړو چې ګړۍ وروسته به یې شروع کړم، سبا به یې شروع کړم، اوس خسته یم، اوس د مطالعه لپاره ښه وخت نه دی. دا فکتورونه د استحکاک د انرژي په توګه عمل کړي او د دې لامل کیږي چې د کتاب لوستل شروع نه کړو اویا د کتاب د لوستلو لپاره ډېره انرژي مصرف کړو. خو کله مو چې شروع وکړه دا نه چې ډېرې انرژۍ ته اړتیا نه وي بلکه د مطالعه نه به خوند هم اخلو.

په همدې ډول نور شیان هم درسره اقتباس کړئ، لکه درس لوستل، د یوې مقالې لیکل، د یو کاروبار شروع کول او ډېری نور شیان. نو دا به ښه وي تر څو په ورزنیز ژوند کې، هغه انرژي چې د یوه کار د پیل لپاره په کار وي دا و نه انکېړو چې تر اخیره به په هماغه کچه پکار وي. دا د دې لامل کیږي چې خپل کار پیل نه کړو او ساکن پاتې شو. 

•    دوهم قانون هر عمل عکس العمل لرې، دا پردې مانا چې پر یوه شي چې پر هر اندازه انرژي وارده شي، نو په نتیجه کې په هماغه اندازه انرژي بیرته په متقابل لوري واردیږي.
د انسانانو په ژوند کې هم کټمت همداسې ده که موږ وغواړو چې یو کار ترسره کرو نو کومه انرژي چې موږ مصرفوو په هغه اندازه لاسته راوړنه به ترې لرو. 

مثلاً: تاسو د ازمینې لپاره لږیا یاست او درس وایی، ستاسو نتیجه به هم په هغه اندازه وې کومه انرژي چې تاسو، د درس په لوستلو کې په مصرف رسولي وي. یا د لیکوالۍ سره مو ډډه لږي نو په هره اندازه انرژي چې تاسو د لیکوالي په مشق او تمرین کې په مصرف رسوي. نو ستاسو د لیکلو مثبته انرژي به هم به هماغه اندازه وي، په کومه اندازه چې تاسو د هغه کار د ترسره کولو لپاره په کار اچولي وي. په همدې ډول د ژوند نوري چارې درسره شمار کړئ، لکه د تجارت لپاره اعلانات، د انځور کښل، د ګلانو روزنه او داسې نور..

که مو په ژوند کې په ښو شیانو انرژي مصرف کړي وي. په کومه کچه مو چې مصرف کړې په هغه اندازه به بیرته مطلوبه نتیجه لاسته راوړۍ. او که پر منفي چیزونومو انرژي مصرف کړي وي نو پایله به یې هم تر هغه کچې منفي وي په کومه اندازه چې موږ انرژي پرې مصرف کړې ده.

•     د انکسار یا د نور د تجزیه قانون، کله چې د منشور څخه نور تېر شي نو پر اوو رنګونو تجزیه کیږي، زرغون، سور، بنفش. ژېړ. ابي.... همدا لامل دی چې ځینه اوقات موږ  شنه زرغونه په اسمان کې وینو. 

که دا قانون موږ د انسانانو له لیدلوري سره پرتله کړو. دې نتیجه ته رسیږو چې د انسانانو لیدلوری تر ډیره ورسره ورته والی لري. ځینې حالات د دې لامل ګړځي چې موږ یواځې نور ووینو او د خپل لید ته په کاتو یوه موضوع تشریح کړو. خو ځینه انسانان بیا داسې حالاتو کې وي چې د نور د تجزیه او د لید وړتیا هم لري نو هغوی بیا یوې موضوع ته له بیل لید څخه کاته کوي. ځینه د اوو تولو رنګونو د لیدو وړتیا لري او ځینه بیا یواځي څو مشخص رنګونه لیدلی شي. 

همدا لامل دې چې انسانان د مختلفو فکرونو خاوندان دي، او مختلفي عقیدي لري. د خپل فکر پر بنسټ مختلفې پنځونې لري. نو کله چې تاسو یوې موضوع ته ځیرکیږۍ، د مختلفو عقیدو سره به مخ شئ. هیڅ کله د نورو لیدلوری او عقیدې ته په سپکه مه ګور ځکه امکان د دې شته چې  دوی د لید په داسې موقیعت کې وي. چې تاسو و نه ووسۍ. او یا کوم حالت کې چې تاسویاست دوی و نه اوسي.
نور بيا.......