هغه میوې چې د شکر یا هم دیابت لپاره ګټورې دي 

په شکر یا هم دیابت اخته خلک باید خپل خوارک ته ډېر پام وکړي، ځکه شکر یا دیابت ډېر خطرناک او ځورونکی مرض دی.

شکر یا دیابت هغه ناروغي ده چې تر اوس یې دوا یا هم درملنه نه ده پیدا شوې او خلک دا ناروغې په مختلفو لارو سره کنترول کوی او ډېر خلک د ناروغی  په خاطر ځان ته غذایي رژیم برابر کړي.

راځئ نن په دې پوه شو چې په شکر اخته خلک باید له کوم ډوله  میوو  څخه استفاده وکړي  او کومې میوه دوی ته ګټورې دي. 

هغه خلک چې په شکر مبتلا دی کولی شی له توت زمیني، مڼه، کیوي او مالټه دا هغه میوه دی چې د وینې خواږه ښکته کوي او کولی شي هغه کسان چې په شکر اخته دی د هغوی د وینی خواږه کنترول کړي.

دا باید ووایو چې په شکر اخته کسانو ته میوه یو ضروره او لازمي شی دی ځکه تاسو ته ښه معلوم دی چې شکر انسان دېر کمزوری کوي او دا کسان دېر ژر ژر وږي کیږي نو دوی باید لا تازه میوو څخه دېر ګټه واخلی.

د تحقیقاتو په اساس په شکر یا هم دیابت اخته کسان نه باید له تیار شوی یا هم خرڅونکی جوسونو څخه ګټه واخلی ځکه په دې ډول جوسونو کې ډېر بوره یا هم خواږه استفاده کیږي. ډېر مېوې لکه توت زمینی، مڼه، کیله، ګیلاس، آلو، کیوی، شفتالو، ناک، له ۵۵ څخه کم خواږه لري.

او د هېندواڼې او خرما خواږه له ۷۷ څخه پورته دی او د انجیر، خټکي، آناناس، ام خواږه تقریبآ له ۵۶نه تر ۶۹ پورې دي. هغه خلک چې شکر لري باید پنځه وخته له میوو څخه ګټه واخلي، چې دا کار د دوي صحت لپاره ډېر ښه دی.