ستر رحمان بابا

عبدالرحمان بابا د مهمندو د بهادر په کلي کي په ١٠٤٢ هجري کال کي زيږيدلى دى، پلا ريي عبدالستار خان نوميده. خپل د هغه وخت ديني تعليمات پخپل ولس کي سرته رسولي دي. رحمان بابا په کال ١١١٨ هجري کي وفات او د پيښور په ښار کي خاورو ته سپارل شويدى.

صوفي عبدالرحمان لکه د نړۍ د نورو لويو شخصيتونو او شاعرانو په څير په نړۍ وال ډګر کې خاص ځاي لري. په تقوا او زهد کي لکه د حکيم سناي غزنوي  او حافظ شيرازي او  سعدي  غوندي مقام لري. ده  پخپلو اشعارو کي د زهد، تقوي او بشري ښيګڼو په هکله بشر ته لار ښوونه کړي او دايې  بيان کړې دي چې د شر څخه د نجات لاره کومه ده او د فساد اود خلکو د ازارولو سزا څه ده. د بابا اشعار پند او نصيحت دي  او د خلاصون لاره ده.

رحمان بابا د خدای لورو ته  ته د رسيدو په خاطر په دنيا  کي  د ښو کارو نو په انجام  توصيه کوي او هغه څوګ چه مردم ازاري کوي هغوي ته د ښو اعمالو نصيحت کوي.

عبدالرحمان بابا د مستبدو، ظالمو او دکتارانو د ظلم د لاسه هم شکايت کړی.  رحمان بابا د هر چا د کار او عمل او  د پوهې په باره ې وايي چې هر څوک بايد پخپل ځان او خپله پوهه متکي وي او د پلار، مور د دنيا  په افتخاراتو د تل لپاره اتکا ونه لري. 

رحمان بابا تل د خپل چاپيريال په فکر کې و او خپله ژبه پښتو يې هم هيڅکله له نظره نده  لېرې کړې. بابا د جهان د خالق  د خلقت په هکله په خپله صوفيانه کلام کې  داسې وايي: 

په نامه د هغه خداي مي دا بيان دى 
                                       چې يو نوم يې په نومونو کي سبحان دى