د ملنګ مینه

پیاله ترې ختا شوه، د تاخچې له ژۍ سره ولګېده، پرش ښیښو ونیو. د جینۍ رنګ سور وا وښت، له کړکۍ یې انګړ تر نظر تېر کړ. په بیړه یې د ټوټو په ټولو پیل وکړ. د ښیښي کوچنۍ زره یې بټې ګوتې ته سیخه شوه. خال وینه ترې را ووته. وینه یې په ټیکري پاکه کړه چې د وره غنګ شو، په ترسیدلي انداز یې ورته وکتل. د را ننوتې ښځې تندی تری شو، پرې غږ یې کړ:

ـ څه شی د مات کړي؟

ماشومه لړزې واخیسته، ولاړه شوه، ګوته یې په موتې کې ونیوه. ورته ویې ویل: د ادې پیاله.
ښځې غاښ وچیچل، څپېړه یې ورته پورته کړه، ماشومې غبرګ لاس سر ته ونیول. دې پرې ورچیغې کړې:

ـ تیزې یې ښیښې پاکې کړه کینو وژنم دې. 

شېبه وروسته جینۍ ډک پلو له کوټې ووته.

ماشوم کتاب بند کړ، مور ته یې وکتل، لا هم د قهر وزر پرې غوړېدلي و. ورته ویې ویل:
ـ مورې پاڼه هم داسې کارونه کوي، لکه ادې یې.

ـ زویه پاڼه زما لور ده.

ماشوم حیران شو، ژر یې ورغبرګه کړه:

ـ ولې د ابه نوې لور نه ده؟

ـ نه زویه، هغه اولاد نه لري، دا له وړکتوبه پرې ور ماته ده.

ماشوم قلم جیب ته کړ، بیا یې ورته وویل:
ـ مورې نن به یې ټوله کیسه راته کوې.

ـ څه یې کوې که له حاله یې خبر شې، مړه بې کړې!

ـ نه نن به حتمن کیسه راته کوې!

مور یې، له پرش څخه د ښیښې ټوټه واخیسته او تر کړکۍ یې وار کړه. ویې ویل:
دا نوې پیغلتوب ته رسېدلې وه چې په یوه ځوان مینه شوه. ځوان یې مور او پلار دې ته اړ کړل چې دا ورته وکړي. له ډېر جرګو وروسته یې کوژده وشوه او واده یې هم تېر شو. څو میاشتې یې ژوند ښه و؛ خو وروسته یې له خواښې سره بنتون شروع کړ. سر یې وګراوه، زوی ته یې وکتل، خبرې یې وغځوې:

ـ لنډه دا چې ځوان یې مور او پلار مجبور کا چې طلاق ورکړي. له کوره یې وشړه. د ابه خیلو کره یې لاړه، هلته یې هم ګذاره ونه کړه. بله ورځ اوازه ګډه شوه، چې څانګه ورکوي. د تا پلار د خدای نه بښي ...

ماشوم یې خبرې ور پرې کړې: 
ـ ولې یې د خدای نه بښي؟

مور یې موسکۍ شوه، ورته ویې ویل:
ـ ګوره بیا کیسه نه درته کوم!

ماشوم غلی شو. د دې شونډې بیا وخوځېدې: 
ـ یوه ورځ د پلار ورغی بله ورځ مو چې کتل، را یې ویسته. څه وخت وروسته یې زما سره چلند بدل شو. وهل ډبلول، خو به هره ورځ و، چې مشر ورور د لوی شو، خدای راباندې رڼا کړه. ستي د پلار هم مړ شو....

ماشوم چوپ ناست و، مور یې ولاړه شوه، غوښتل یې د باندې ووځي چې پاڼه په وره کې ودرېده، ورته ویې ویل:
ـ څانګې ملنګ اوړه غاړي!

ـ ورشه زړې ته ووایه چې ور یې وړي.
پاڼې په قار ورته وکتل، خوله یې خبرو ته جوړه وه،څانګې کتاب ته لاس کړ. دې منډې کړې ور یې په درپ پورې کړ.

څه شېبه ورورسته لیلا د کاسې سره له انګړ ووته. ملنګ ته یې چې وکتل زړه یې دربا پیل کړه، د لاس څخه یې کاسه لوېده، د دروازې مخ سپین وا وښت. بیا ورته ځیر شوه، د ملنګ تر سترګو اوښکې روانې وې. لیلا پاخواني یادونو یوړه. ها تېر وختونه ور یاد شول. ودان ډېر بدلون کړی و، مخکې به یې ږیره، نه پرېښوه، خو اوس ډېره اوږده شوې وه، چې تر نیمایي ډېر پکې سپین و. ها ګلابي مخ یې د اوړو او خاورو ګرد دومره غلی کړی و، تا به وې چې په ژوند یې حمام نه دی کړی.

دا لا چورت کې وه، ودان ورته وویل:
ـ یوارې بیا بښنه درته غواړم!

ـ بښلی مې یې، ستا ګرمه خو نه وه.

ـ له نوي خاوند سره د خوشاله یې؟ 

لیلا سوړ اسولی ویست، پلو پر سترګو تېر کړ، ویې ویل:
ـ تا چې طلاق کړم، دوه کاله پوره نه و چې واده مې وکړ، هغه خاوند مې تېر کال مړ شو.
ودان لا غریو ونیو، په ښکتنۍ شونډه یې غاښ ټینګ کړل. ورته کړل یې:

ـ دا هرڅه زما له لاسه، اخ څومره ګنهګار یم...

لیلا ټیکری سم کا، پزه یې کش کړه، ویې ویل:
ـ ستا ګناه نه وه، ما بښلی یې، خدای به همداسې راته لیکلي و...

ودان سر ښکته نیولی و، په مړو اوښکو یې ژړل...
دې ترې وپوښتل:

ـ ته ولې په داسې حال شوی یې؟
ودان ورته وویل:

ـ کله مې چې مور او پلار طلاق ته اړ کړم، څو کاله مې کور پرېښود. ډېر راپسې ګرځېدلي و. اخر یې د غزني ښار کې تر پله لاندې وموندلم، بیا یې روغتون بوتلم، یو کال وروسته یې خارج کړم. کله چې کور ته راغلم، مور او پلار مې دواړه مړه شوي و.

سلکو ونیو، ښه یې وژړل، بیا یې خبرو ته ادامه ورکړه:
ـ ستا له غمونو سره، بل مصیب هم ملګری شو. له ژوند مې زړه تور شو، لاس مې کار ته نه ورتلو. اوس د ورځې اوړه ټولوم، د شپې ستا تصویر ته ترساره خبرې کوم؛ خو کاش..

ـ خو یعنې؟
ـ چې ته مې له لاسه نه وای وتلې!
موټړ تېر شو، دوړه راغله، لیلا پلو پزې ته ونیو، ویې ویل:

ـ ته غم مه کړه، له همدې نن ورځې نه زه بیا درسره یم!
د سړی رنګ وغوړېد، خیرن مخ ته یې مسکا خوښي ور په برخه کړه، بېرته خواشونی شو، ورته کړل یې:

ـ خو هر څه مې له لاسه ووتل، یوازې کور راپاتې دی.
لیلا ښه ورته ځیر شوه. ویې خندل:

ـ غم یې مه کړه زما ته پکار یې، هاغه سره زر مې تراوسه شته، هغه به خرڅ کړو.... 
پای