حکومت ته د طالبانو خبرداری: که چېرې زمونږ بنديان د نوملړ اړوند خوشي نه شي؛ بين الافغاني خبرې نه پيليږي 

روهي (پنځه نۍ/۱۹ د چنګاښ)، قطر کې د طالبانو سياسي دفتر په نا مستقيم ډول افغان حکومت ته خبرداری ورکړی دی چې ترڅو د دوی د سپارل شوي نوملړ اړوند پنځه زره طالب بنديان خوشي نه خوشي، بين الافغاني خبرې نه پيليږي. 

دغه څرګندونې دوه ورځې وړاندې قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ځينو غړو برتانیا او اروپا کې میشتو یو شمېر افغانانو او خبریالانو سره ویډیويي غونډه کې  کړې دي.

د ياد ويډيو کنفرانس په د طالبانو قطر دفتر وياند سهيل شاهين پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي، "..... د سولې د پروسې، د بندیانو د خلاصون، راتلونکي اسلامي نظام، اقتصادي او سیاسي پالیسي، تعلیم او نورو برخو په هکله ببلابیلې  پوښتنې وکړې. دسیاسي د فتر ملګرو پخپل نوبت د هغوی هرې پوښتنې ته تفصیلي ځواب ووایه. واضح شوه چې په راتلونکي اسلامي نظام  کې به اهلیت او امانتداري مهم معیار وي."

افغان حکومت څو ورځې وړاندې ويلي وو چې د طالبانو په پنځه زره کسيز نوملړ کې، ځيني کسان به جينايي او نورو جرمونو تورن دي چې دوی يې نه خوشي کوي.