د انسان د سږو په اړه لس حيرانوکې واقعيتونه 

سږي د انسان د وجود مهمه برخه او د تنفسي سېسټم اساسي غړي دي. لوی خدای ج سږو ته ځانګړی جوړښت او وړتيا ورکړې ده، چې ۲۴ ساعته په حرکت کې دي. دغه لنډه لېکنه کې د انسان د سږو په اړه لس مهمې او حيراونکې خبرې در سره شريک وو. 

۱-  د انسانانو دوه سږي سره مساوي نه دي، ښي سږی د کيڼ سږي په پرتله يو څه پراخه دی. لامل يې زړه ښوودل کيږي، چې په کيڼ خوا کې دی او کيڼ سږي د ښی سږي په پرتله کوچنی دی. 

۲- انسانان کولی شي چې يوازې د يو سږي په شتون کې هم روغتيايي ژوند وکړي، خو ستونزه دا ده، چې د سپورټ او نورو چارو پر وخت به ستونزو سره مخ کيږي. 

۳- که چېرې سږي هوار شي نو پراخوالی يې دومره دی چې د ټېنس لوبې ټول لوبغاړی پوښلی شي. 

۴- له تنفسي سېستم وراېخوا د انسان سږي د خبرو په جوړولو کې هم ستره برخه اخلي. 

۵- سږي له وينې ډک وي او هر شيبه دغه وينه پمپ کوي. هغه باور چې سږي خالي دي او يوازې په کې هوا شتون لري ناسمه ده. 

۶- سږي د انسان د وجو يوازيني غړي دي چې د اوبو پر سر لمبو وهلی شي. لامل يې هر وخت په سږو کې د يو څه اندازه هوا شتون دی. 

۷- د انسان سږي له ۴ تر ۶ لېتره هوا د ځاېدو وړتيا لري. د ښځو په پرتله د نارينو د سږو ظرفيت او وړتيا ډېره ده. 

۸- په هر ځل ساه اخېستنه کې يوازې نيم لېتر هوا بهر کيږي. 

۹- د سږو په مرسته د ساه اېستلو پر مهال د وجود ۷۰ سلنه کاربن ډای اکسايد بهر کيږي. 

۱۰- هغه مهال چې د سږو هوا بهر کيږي، نو په زيات شمېر اوبه هم ورسره وي.