وحيد قتالي: د هرات ګمرک ۹۰ سلنه عوايد د مافيا لاس ته ځي؛ ماليې وزارت: ثبوت يې وړاندې کړه 

روهي (دوه نۍ/۱۶ د چنګاښ)، هرات والي وحيد قتالي د همدې اوونۍ په سر کې ويلي وو، چې د هرات ګمرک ۹۰ سلنه عوايد پلازمېنه کابل، هرات او په خپله اسلام قعله ګمرک کې د زورواکو او مافيايي کړيو لاس ته ورځي. 

د هرات د ولايتي شورا ځينو غړو او همدا ډول هرات کې د مدني ټولنې فعالينو د قتالي ادعا ته ورته ادعا لري او په ياد ولايت کې د دولتي عوايد برخه کې پراخه فساد وايي. 

خو ماليې وزارت د هرات والي وحيد قتالي څرګندونو ته غبرګون ښوودلی دی او ويلي دي چې که چېرې د هرات کمرګ ۹۰ سلنه عوايد د مافيا په لاس ورځي، نو نوموړی دی يې په اړه شواهد او ثبتونه وړاندې کړي. 

د ماليې وزارت وياند شمعروزخان مسجدي ويلي دي چې هغه انازه پيسې چې د هرات والي يې د فساد وايي دېر په اوړ شمېر پيسې دي، که چېرې يې په اړه شواهد او ثبتونه وړاندې شي نو مونږ پرې خوښي ږو. 

د هرات کمرګ کې يو شمېر کارمندان فساد تائيدوي  خو بيا د هرات د ګمرک رئيس تېره ورځ ويلي وو، چې په دومره پراخه کچه فساد شتون نه لري او په دې وروستيو مياشتو کې د هرات د ګمرک عوايد په ورځ کې له ۳۰ مېلېونه افغانيو ۱۰۰ مېلېونه افغانيو ته پورته شوي دي.