کابل کې د هند سفير د لوړو زده کړو، اقتصاد او پوهنې وزيرانو سره د پنځو پروژو تړونونه لاسليک کړل

روهي (دوه نۍ/۱۶ د چنګاښ)، کابل کې د هندوستان سفير د ۲،۶ مېلېونه امريکايي ډالرو په ارزښت د پنځو پرختيايي پروژو تړونونه د افغانستان د لوړو زده کړو، اقتصاد او پوهنې وزارتونو سره لاسليک کړل. 

د دغه پنځو پراختيايي پرژو کې درې ښوونځي او دوه پوهنتونونه د هېواد په څلور ولايتونو کې جوړيږي. بدخشان کې دوه ښوونځي او نورستان کې يو ښوونځی او همدا ډول د کابل طبي پوهنتون او د فراه پوهنتون ودانۍ روغول کيږي. 

کابل کې  د هندوستان سفير ويني کمار ويلي چې له ۲۰۰۵ز کال څخه تر اوسه هندوستان په افغانستان کې ۴۰۰ پرختيايي پروژې پلې کړې دي.