خپله راتلونکی په خپله جوړ کړئ

در رهبرانو د ژوند په اړه تر ۳۳۰۰ په ډېرو څېړنو کې د هغوی یوه مشترکه ځانګړنه پيدا شوی ده.

دا داسې ځانګړنه ده چې رهبران یې په یو یا بل ډول لري او هغه لرلید دی.

رهبران لرلید لري او عادي کسان یئ نلري.

د بشرۍ تاریخ تر ټولو ستر کشف دا دئ چې له تاسې هغه څه جوړیږي. 

د څه شي په اړه چی ډېر کله فکر کوئ.

رهبران ډېر کله د راتلونکي اړه د هغه ځای په اړه فکر کوئ چې غواړئ ځانونه ورته ورسوئ.
عادي انسانان بیا یوازې د اوس مهال د خوندونو او ستونزو په اړه فکر کوي.

دوی پر ماضي چې اوس یې د بدلیدو هېڅ امکان نه شته فکر کوي او په اړه یې اندیښمن دي. 
هغې لارې چارې چې موږ کولای شو پرې خپل اصلي هدف ته ورسېږو:

۱: د راتلونکي په اړه مو فکر وکړئ 
ښه خبره دا ده کله چې تاسې د خپل راتلونکي په اړه فکر پیلوئ ، تاسې په حقیقت کې د رهبرانو په څېر فکر کوئ او ژر به هغوی په څېر پایلې هم ترلاسه کړئ.

د راتلونکي کلونو په اړه کول دا دې انساني تاریخ يوه له مهمو موندنو څخه ده.
یوازې فکر وکړئ ! څومره چې ډېر د راتلونکي په اړه فکر کوئ ، په هماغه اندازه په اوس مهال کئ غوره پرېکړې کوي چې د راتلونکي له ښیګنې ډاډه شي.

۲: پنځه کلن پلان جوړ کړئ 
په شخصۍ ستراتیژیکه پلان جوړونه کې هم باید د خپل ژوند له اوږد مهال لرلید څخه پیل وکړي .
په هر برخه چې کار کوئ ، د آرمانیتوب له تمرین څخه پيل وکړي.

په دغه بهیر کې تاسې د ځان لپاره یو ۵ کلن خیالي پلان جوړوئ او په دې توګه دا فکر پيلوئ چې ۵ کاله وروسته که هر څه سم پر مخ ولاړ شي ، ستاسې ژوند به څه ډول وي.

د هدف ټاکنې پر وړاندې یوازینی او تر ټولو ستر خڼد د ځان محدودلو باور دئ.

تصور وکړئ چې د ژوند مالي اړخ مو ستاسې له خوښې سره سم دی.

څومره پیسې مو ګټلي دي ؟ څومره به مو درلودې؟ د کومو ګامونو پورته کول همدا نن پيلولی شئ چې دغه اهداف په راتلونکي کې پر واقعیت بدل شي.

۳: عالي او مناسبه جنتري مو جوړه کړې.
د خپل کار له جنوري تر ډسمبر پورې داسې ډیزاین کړئ ، لکه تاسې هېڅ راز محدویت نه لرئ .
د کوم شي بدلول به همدا نن پيل کړئ.

تصور وکړئ چې ستاسې روغتیا او بدن په هره برخه کې غوره دئ.

همدا نن څه کولی شئ چې خپل لرلید په خپله پر واقعیت بدل کړئ.

همدا اوس پرېکړه وکړئ چې څه ډول ژوند غواړئ.

۴: د خپل ژوند مسیر په خپله وټاکئ 
د همدا اوس څخه څان ته د خپل برخلیک  د څښتن په سترګه وګوره.
څان په بشپړ ډول د خپل د ژوند مسول وګنه، له ځانه د شخصی خدماتو د خپلي کمپني ریس جوړه کړه.

فکر وکړه چې ژمن او د خپل مسیر ټاکونکی یې، د تېر وخت د پېښو په اړه چې اوس یې د بدلون هېڅ راز امکان نشته شکایت مکوه.

د دې پر ځای د ځان راتلونکی ته چمتو او فکر وکړه چې څه شئ غواړې ترلاسه کړئ او چېرې ولاړ شئ ، تر ټولو ډېر پر خپلو اهدافو فکر وکړه، د خپلو اهدافو په اړه فکر کول ستاسې د احساساتو مثبت کېدو او هدفمندی سبب کیږي.

۵: عملي پلان جوړ کړئ
وخت د ریګ په څېر زموږ له لاسونو وځي او هېڅکله بېرته نه راګرځي.
هغوی چې له وخت څخه سمه ګته پورته کوي ، انعام یې شتمني او له رضایته ډک ژوند دی.
ټول هغه کارونه لیست کړئ چې فکر کوئ، خپلو موخو ته رسېدو لپاره یې ترسره کولی شئ. هېڅ کار باید له دغه لیست څخه پاتې نه شي.

لیست مو د لومړیتوبو له مخې ترتیب کړي او څه شی تر ټولو ډېر مهم دي عملي کار پرې شروع کړئ.

په دوامداره توګه مو پلان ته مراجعه وکړئ او له سره کتنه ورباندې وکړئ.