حکومت: د طالبانو د ۵زره بنديانو نوملړ کې ۵۹۷ تنه نه خوشي کوو 

روهي (يوه نۍ/۱۵  چنګاښ)، افغان حکومت وايي چې د طالبانو له خوا افغان حکومت د سپارل شوي ۵۰۰۰ کسيز نوملړ څخه ۵۹۷ زندانيان نه خوشي کوي. دغه مالومات د زندانانو چارو د تنظيم رئيس احمد راشد طوطاخیل رسنيو ته کړې دي. 

د نوموړي په وينا چې ۵۹۷ کسان په جنايي جرمونو، شخصي وژنو، اخلاقي فساد او جنسي ځورونو متهم دي چې حکومت يې نه خوشي کوي. 

د افغان حکومت د چارواکو د مالوماتو اړوند تر اوسه ۴۰۱۵ طالب بنديان خوشي شوي دي او يو شمېر نور به هم د همدې اوونۍ په ترڅ کې ازاد شي. 

خو طالبان بيا ټېنګار کوي چې دوحه کې د دوی او امريکا ترمنځ د سولې شوي تړون اړوند افغان حکومت بايد د افغانانو ترمنځ خبرو د پيل لپاره ۵۰۰۰ زره طالب بنديان ازاد کړي. تر اوسه طالبان هم سلګونه حکومتي کسان چې له دوی سره بنديان وو خوشي کړي دي.