له مجبوره افغانانو د ایران تعریف

هغه افغانان چې له بدې ورځې د ایران له خاورې تیریږي او اروپا او نورو هېوادونو ته پنا وړي، ایران ترې څو ډله تعریف لري.

یو دا چې ایراني سرحدي ځواکونه لومړی یو شعار لري (افغانان ونیسئ) او سخت وهل ورکړئ چې د ایران خاورې ته ناقانونه داخلیږي.

دویم دا چې ایراني ځواکونه وایي، افغانان چې له سرحد سرغړونه کوي، و یې نیسئ او زورولو چلونه پرې زده کړئ او سپک یې کړئ.

دریم دا چې که افغانان د ایران له خاورې نورو هېوادونو ته تیریږي او ایراني ځواکونو ته په لاس ور نه شي او تیښته وکړي، و یې وژنئ او یا یې سمندر ته ګوزار کړئ.

خو که افغانان د ایراني ځواکونو له دې ټولو شعارونو او هڅو تر ایران ورسیږي او ایران کې پاتې شي، نو بیا د ایران د استخباراتو لپآره مهم شي.

هغه افغانان چې د ایران له خاورې په کرار تېر شي او د ایراني ځواکونو لاس ته ور نه شي او ایران کې د مزدورۍ لپاره پاتې نه شي، بختور دي.

هغه مجبور افغانان چې تر ایران ور هاخوا نور د تګ لپاره خرڅ نه لري، له درې ډول وضعیت سره مخ کیږي.

یو دا چې که هر سهار د ایران په چوکونو کې ولاړ وي، ایرانیان ورته د کثافاتو خطاب کوي او په یو او بل ډول یې سپکوي او رټي یې.

بل دا چې د بې کارۍ او سخت وضعیت له کبله نشه‌يي توکو ته مخه کوي، دا نشه‌يي توکي په لوی لاس ښکاره تر افغانانو رسیږي چې په نشه روږدي شي او بیا خپل هېواد ته ولیږل شي چې نور خلک روږدي دي.

دریم دا چې د ایران استخبارات په ایران کې یا د خلکو له مجبوریت او یا په زور او چل باندې افغان ځوانان د فاطمیون لښکرو ته جذبوي او بیا یې سوریه او عراق کې د خپلو ګټو لپاره جنګوي.

تاسو به لیدلي وي چې زیات شمېر افغانان د سوريې په جګړه کې دي، دا ځوانان د جګړې شوقیان نه و، خو ایران کې ځینو مجبوریتونو او لالچونو اړ کړي چې د ایران لپاره نورو هېوادونو کې جګړه وکړي.

همدا ځوانان د جګړې له وضعیت په تنګ له خپل هېواد وتلي، نو بیا څنګه جګړې وکړي ، خو  دا چې په بیلابیل ډول مجبور شوي، جګړې ته یې زړه ښه کړی دی.

نو ویلی شو، هغه افغانان چې ایرانیان ورته د کثافاتو خطاب کوي، هغه افغانان چې ایران یې په پوله کې (بیګر و بکش) خطاب کوي، بیا د ایران لپاره مهم شي.

ان ځینې وخت داسې شي چې لکه نسیم افغاني چې د ایران د ګټو لپاره یې زیاته جګړه کړې وه، د حرم ساتونکی او مدافع وبلل شو او بالاخره تر وژل کیدو وروسته ورته د شهید خطاب وشو او حرم کې دفن شو.

افغانان چې له پولې ور اوړي، ایراني ځواکونو یې د مرګ تابیا کړي وي، خو بیا ځینې د ایران لپاره دومره مهم شي چې د حرم ساتونکی او مدافع یې بولي.

ایران نورو هېوادونو کې نیابتي جګړې کوي او په دې جګړو کې نه خپل پوځ او نه خپل خلک جنګوي ، بلکې د نورو هېوادونو له اتباعو ګټه اخلي او خپل شوم اهداف مخ ته وړي.