د افغانستان وضعیت او د هوکړې اړتیا

افغانستان په ډير یو حساس وضعیت کې ټاکنې وکړې، دا داسې وضعیت و چې له یوې خوا پر افغان حکومت د سولې او جګړې فشار و او له بلې خوا سیاسي وضعیت داسې و چې باید ټاکنې شوی وی.

افغان حکومت د ټاکنو کمېسیون د خپلواکۍ لپاره بودجه ورکړه او ټاکنې د افغانانو له لوري پرته د کوم هېواد له لاسوهنو ترسره شوې چې افغان ځواکونو یې امنیت خوندي کړ او خلکو ګډون وکړ، افغان دښمنه هېوادونه چې یو څه کې بریالي شول، هغه دا چې وضعیت یې ګډوډ کړ او خلک یې په ټاکنو کې له پراخ ګډون راوګرځول.

د ټاکنو پایلې اعلان شوې، خو دا پایلې له جنجال سره مل وې، داسې جنجال چې افغان دښمنه هېوادونو پکې خپلې ګټې لټولې.

افغان بانفوذه مشرانو مټې رابډوهلې او د دې جنجال د حل لپاره لاس پکار شول، چې بالاخره یوې پایلې ته ورسیدل.

استاد سیاف، مخکینی ولسمشر حامد کرزی، یونس قانوني، کریم خلیلي او نور بانفوذه کسانو منځګړتوب وکړ او د دې چانس یې ور نه کړ چې افغانانو ترمنځ بل بهرنی منځ ته راشي او موضوع حل کړي.

د دې هوکړې او سیاسي جنجال پای یو ښه والی همدا و چې پرته د کوم بهرني څخه افغان مشرانو حل کړ.

دا هوکړه ځکه ضرور و چې د سولې لپاره داخلي اجماع ضرور وه او دا اجماع کولی شي داخلي اختلافونه ختم او سولې ته یو دریځ برابر کړي.

د دې هوکړې بل اړخ دا چې افغان دښمنه هېوادونه د داخلي انتشار په لټه کې و، خو دا هوکړه ټولو افغان دښمنه هېوادونو ته په مخ کلکه څپيړه ده چې ټول تر یو چتر لاندې راټول او د سولې لپاره به مخ پروړاندې ځي.

دغه راز د افغانستان سیاسي وضعیت څخه ترهګرو ډلو هم ناسمه ګټنه کوله او دې سیاسي جنجالونو د افغانستان ډيرو برخو باندې ناسم اغیز کړی و.

د هوکړې بل ښه اړخ دا دی چې د حکومت اداره به یواځې د ولسمشر محمد اشرف غني سره وي او نور ټیمونه به ګډ کار ورسره کوي چې پرمختګونه او اصلاحات رامنځ ته شي.

ځینې چې ګیله لري او نیوکه کوي، حق یې دی، ځکه ټاکنو کې یې ګډون کړی و او غوښتل یې چې د رایو په اساس حکومت جوړ شي، هغوی ته باید وویل شي چې اوس هم د خلکو په رایو حکومت رامنځ ته شوی او ولسواکه نظامونو کې ټول جناحونه باید د حکومت جوړښت کې شامل وي.

دا هوکړه د ۲۰۱۴م کال هغې سره توپير لري، هلته واک او صلاحیتونه نیم په نیمه ویشل شوي و، خو دا ځل یواځې سهم ورکول شوی او واکونه نه دي ویشل شوی.

تاسو وګورئ، هیڅ جمهوري نظام کې یوې ډلې حکومت نه دی کړی، بلکې ټول اړخونه او قومونه چې په جمهوریت کې نه وي، جمهوریت ورته نه شو ویلی.

هغوی چې ډير غوصه دي او توندې نیوکې کوي، لامل دا دی چې د دې هوکړې له جزیاتو نه دی خبر او فکر کوي لکه د ملي یووالي حکومت بیا یو جوړښت جوړ شوی دی.

خو هر څه ښکاره دي، عبدالله عبدلله د ملي مصالحې شورا مشر شو او د ده او نور ټاکنیز ټيمونه به حکومت برخه وي، واک به ټول ولسمشر سره وي.