افغانستان چې له تېرو ۴۰ کالونو په جګړو کې دی، وګړي يې د جګړې د قرباني کېدو ترڅنګ په سلګونه نورو برخو کې هم د بهرنيو هېوادونو اړ دي. په مېلېونه افغانان د ګډوالۍ ژوند کې دي، سلګونه زره نور بهر هېوادونو کې کار کوي او همدا ډول هره ورځ زرګونه افغانان هندوستان، پاکستان، ايران او د سيمې نورو هېوادونو ته د درملنې لپاره ورځي.
افغانستان وارداتي هېواد دی چې د خپل صنعت د نشتون له امله يې له خوراکي توکو نېولي، بيا تر پوښاک، درملو، ټرانسپورټ، وسلو او د ژوند نور اړين وسايل له بهرنيو هېوادونو ورته وارديږي.
افغانستان کې د پرمختللو روغتونونو، متخصصو ډاکټرانو، درملو او طبيي وسايلو د نشتون له امله، ډېری افغانان هند، پاکستان او نورو هېوادونو ته درملنې لپاره ځي، چې لوړ مالي خرڅ پرې راځي. بهر هېوادونو ته له تګ پرته؛ په کور دننه د افغانستان په خصوصي او دولتي روغتونونو کې درمل او طبي وسايل هم وارداتي دي. افغانستان د درملو او طبي وسايلو د جوړولو داسې فابريکې نه لري، چې د اړيتا وړ درمل او وسايل توليد؛ بيه يې ټېټه او لوړتيا يا کيفيت يې لوړ وي.
افغانستان ته ډېری درمل له پاکستان راځي. دلته له پاکستانه افغانستان ته د راوړنکو درملو د اغېز، د افغانستان ډاکټرانو او پاکستاني سوداګرو په معاملو يو څه عيني واقعيتونه شريک وو.
۱- افغانستان کې د پاکستان درملو اغېز:
د ټېکنالوژۍ او صنعت په اوسني دور کې د سلګونه بيلا بيلو ناروغيو لپاره لنډمهاله او اوږد مهاله درمل شتون لري. د درملو فابريکې کولی شي چې يو ډول درمل په بيلا بيلو کيفيتونو سره جوړ کړي. د پاکستان دننه د درملو جوړنې فابريکې په لويه کې دوه ډوله درمل جوړوي. يو هغه درمل دي چې د پاکستان دننه او يا هم د سيمې نېږدې نورو هېوادونو لپاره کارول/لېږل کيږي. دغه درمل هم په بيه ارزانه ده هم يې کيفيت لوړ دی. که چېرې يې بيې هم لوړه وي، خو د لوړې لوړتيا او کيفيت لرونکي دي چې په کم وخت کې کولی شي چې ناروغۍ تر بريد لاندې ونېسي او مثبه پايله ورکړي.
تاسې افغانستان به کې ډېری وخت دا لېدلي وو چې ډاکټر د يوې عادی ناروغۍ ناروغ ته په لسګونه دوا ګانې سپارښتنه کيږي. يانې که چېرې يو کس عادي تبه هم ولري، نو اړ دی چې د ډاکټر د سپارښتنې اړوند ګولۍ، شربت، سېروم، پيچکاري او نور درمل واخلي او دا بهير بايد د يوې مياشتې څخه د ډېر وخت لپاره په پرله پسې ډول پلی کړي. ښايي د تبې لپاره درمل يوازې يو قلم وسي، خو د پاکستاني درملو د ټېټ کېفيت پر اساس د يو قلم پر ځای څو قلمه او د يو لنډ وخت پر ځای تر مياشتې د يادو درملو د خوړولو سپارښتنه کيږي.
ولې پاکستاني درمل بې اغېزې دي؟
وړاندې مو يادونه وکړه چې د پاکستان هېواد دننه او بهر ته لېږونکي درمل سره توپير لري. افغان ډاکټران او د درملو سوداګر په دې برخه کې د پاکستاني درمل جوړونو فابريکو سره معاملې لري. د افغان ډاکټرانو او درملو سوداګرو له خوا دا سپارښتنه پاکستاني درمل جوړونو فابريکو ته کيږي، چې د ټېټ کيفيت درمل په ټېټه بيه ورته جوړ کړي. اوس که چېرې د درملو کيفيت ټېټ وای او په مقابل کې يې بيه هم ټېټه وای، خو تر يو بريده سره مساوي راځي، افغانستان کې پاکستاني د ټيټ کيفيت درمل له هغه درملو چې کيفيت هم لوړ وي، په لوړه بيه خرڅيږي. چې دغه چاره د ناروغانو لپاره څلور ستونزې زېږوي:
۱- درمل جانبي عوارض رامنځ ته کوي؛
۲- د درملو بيه لوړه وي؛
۳- د يو قلم پر ځای څو قلمه درمل ناروغ ته لېکل کيږي؛
۴- د درملو اغېز کم وي.
بله ستونزه د پاکستاني درمل جوړونو فابريکو او يو شمېر افغان ډاکټرانو ترمنځ معاملې دي، چې زور يې له ناروغ وځي. تاسې به لېدلي او اورېدلي چې ځيني افغان ډاکټرانو ته د پاکستاني درمل جوړنې فابريکو او کمپنيو له خوا د بهرنيو هېووادونو، لکه سېنګاپور، عربي متحده اماراتو، چين، په خپله د پاکستان.... د ګرځندويه سفرونو چانس ورکول کيږي. د ډاکټر د ټېکټ خرڅ، د هوټل او پاتې کېدو مصرف او نور ټول د هغه کمپنۍ په غاړه وي چې ډاکټر ته يې بلنه ورکړي وي. خو پاکستانۍ د درملو جوړنې فابريکي او کمپنۍ ولې افغان ډاکټرانو ته داسې امتيازونه ورکوي؟
د پورته پوښتنې ځواب بيا هم د لومړۍ ستونزې په ډول دی. د يوې ناروغۍ لپاره د لسګونه ډوله درملو سپارښتنه کول دي. د ځينو افغان ډاکټرانو او پاکستانۍ درملو کمپينو ترمنځ داسې معاملې شتون لري چې د يوې مياشتې يا يو کال دننه ټارکېټ یا موخه ټاکل کيږي. له ډاکټر غوښتل کيږي چې که په ياد وخت کې يې د اړوند کمپنۍ درمل دغه ټاکېټ پوري خرڅ کړل، نو په بدل کې به يې بهرنی سفر، نغدې پيسې او يا هم د ګرځنده موبايل، کمپيوټر، موټر، د کور وسايلو، لباس او نور څيزونو ډالۍ ورکړل شي.
د يادو امتيازونه د تر لاسه کولو لپاره ډاکټران ناروغ او ناروغ لرونکو ته داسې درمل لېکي، چې د کمپنۍ له خوا يې ورته سپارښتنه شوې وي. د بېلګې په ډول ښايي د ډاکټر په هرې نسخې کې د غښتلتيا يا قوت درمل شتون ولري؛ که چېرې ناروغ اړتيا ورته ولري او يا نه، خو ياد درمل به نه له ناروغ لپاره اغېزمن وي او همدا ډول به يې جانبي عوارض هم مرګوني او خطرناک وي.
د دغه ستونزې حل چېرې دی؟
جګړه ځپلي افغانستان کې پر هر څه سوداګري روانه ده چې روغتيايي چوپړونه هم ترې خالي نه دي. افغانستان کې د روغتيا وزارت پر ډاکټرانو، روغتونونو، درملتونونو او کلېنېکونو پوره څار نه لري چې دوی څه کوي او په څه ډول يې کوي؟ څه وخت وړاندې روغتيا وزارت د حکيم الکوزي په نوم د يو کس درمل تر جدي څار لاندې ونېول؛ چې خبره يې له ملي امنيت، لويې څارنوالۍ او کورنيو چارو وزارت هم ورسېده.
خو دلته د حکيم الکوزي په څېر سلګونه زره کسان د ډاکټرۍ د سپينې چپنې لاندې ناست دي او د ډاکټرۍ پر ځای يې قصبايي غوره کړي او ښه په خوند او پرته له قانون د طب په سپيڅلي مسلک کې سوداګري کوي.
وروستي