
روهي (يوه نۍ/۱۵ د چنګاښ)، افغان ولسمشر محمداشرف غني تېره ورځ د ویډیو کنفرانس له لارې د ننګرهار متنفذینو، علماوو، د ښځو، ځوانانو او بېلابېلو اقشارو او اصنافو استازو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
نوموړي د خپلو خبرو په يوې برخې کې ويلی، "ه ګمرکونو کې اساسي بدلونونه راتلونکي دي، د لومړي ځل لپاره په ټولو ګمرکونو کې کمرې لګول شي. په تورخم بندر ۱۵ میلیون ډالر پانګونه کېږي. هغه زیاته کړه، له پاکستان سره به د ټرانزیټ په برخه کې شته ستونزې حل او له دې سره به د ننګرهار وضعیت بدل شي. چابهار لاره برابره شوې او په وروستیو دوه میاشتو کې ډېر مالونه له دې لارې راوړل شوي."
نوموړي همدا زياته کړې، "غني د ننګرهار د نفوس تثبیت جدي ستونزه وبلله او د نفوسو د احوالو ثبتولو ادارې ته یې لارښوونه وکړه چې د تخمین او یا سروې له لارې د ننګرهار نفوس تثبیت کړي. هغه زیاته کړه، د پوهنې او ښوونکو په برخه کې ننګرهار ته لازمه پاملرنه نه ده شوې او د اداري اصلاحاتو او ملکو خدمتونو خپلواکې ادارې ته یې په دې اړه لازمه لارښوونه وکړه. "
افغان ولسمشر له ننګرهاريانو د غوښتنو پر اساس، د وزارتونو او ادارو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د ننګرهار د ولسونو د اړوندو ستونزو حل او وړاندیزونو عملي کولو ته توجه وکړي. همدارنګه یې د ننګرهار د ولسونو او بېلابېلو اقشارو استازو څخه وغوښتل چې د ننګرهار پوهنتون د انکشاف او اصلاحاتو په اړه خپله طرحه له جمهوري ریاست عالي مقام سره شریکه کړي.