عطا محمد نور: صلاح الدين رباني مو د دوه مياشتو لپاره سرپرست کړ او نهه کال يې ځان رئيس او جمعيت يې انحصار کړ 

روهي (نۍ/۱۴ د چنګاښ)، د جمعيت ګوند اجرائيوي رئيس عطا محمد نور وايي چې له تېرو څو کالونو په دغه ګوند داخلي توپيرونه شتون لري. يو وايي چې ډاکټر عبدالله په غونډه کې وي زه برخه نه اخلم، بل وايي چې قانوني وي زه نه درځم، بل وايي چې عطا محمد نور شتون ولري زه ګډون نه کوم، بل وایي چې فلانی وي زه نه ځم او چې فلاني وي داسې نه کوم. 

عطا محمد نور له طلوع نيوز سره په يوې مرکې کې ويلي دي چې د جمعيت اسلامي ګوند وضعيت بې نظمه شوی وو او دوی اړ وو چې د صلاح الدين رباني څخه د مشرۍ د اخېستو پرېکړه وکړي. 

عطا محمد نور ويلي چې د برهان الدين رباني له وژل کېدو وروسته د دوه مياشتو لپاره صلاح الدين رباني د ګوند سرپرست وټاکل شو او پرېکړه وشوه چې دوه مياشتې وروسته به د ګوند کنګره راغوښتل کيږي، چې په کې مشر وټاکل شي، خو صلاح الدين رباني په نهو کالونو کې د ګوند کنګره جوړه نه کړه. 

نوموړي احمد ضيا مسعود او صلاح الدين رباني هغه دوه کسان ياد کړي، چې له تېرو څو کالونو يې جمعيت ګوند په خپل انحصار کې اخېستی او د شخصي غوښتنو پر اساس پرېکړې کوي.