صلاح الدين رباني: د بدخشان يو شمېر اوسېدونکو او ځوانانو راڅخه ملاتړ اعلان کړی 



روهي (نۍ/۱۴ د چنګاښ)، د جمعيت ګوند دننه د رامنځ ته شوي کړکېچ په ترڅ کې د دغه ګوند جنجالي مشر صلاح الدين رباني له خلکو سره کتنې پيل کړې دي. 

نوموړي پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي چې د بدخشان ولايت يو شمېر اوسېدونکو او ځوانانو او همدا ډول د کابل ښار د پوهنتونونو محصلينو او استادانو د ده له وروستيو پرېکړو ملاتړ او هرکلی کړی. 

جميعت ګوند کې له تېرې اوونۍ دننه کړکېچ پيدا شوی دی. عطا محمد نور، يونس قانوني، کليم الله نقيبي او يو شمېر نورو له صلاح الدين رباني د جمعيت ګوند د مشرۍ رسميت اخېستی او بيا صلاح الدين رباني د دوی غړېتوبونه ځنډولي دي. 


تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ