د جمعيت ګوند کړکېچ: عطا محمد نور له جمعه خان همدرد سره وکتل 

روهي (جمعه/۱۳ د چنګاښ)، د بلخ پخواني والي او د جمعيت ګوند اجرائيوي رئيس عطا محمد نور د افغانستان د سالامي ګوند يا حزب اسلامي افغانستان د شوراګانو د يووالي رئيس جمعه خان همدرسره کتلي. 

عطا محمد نور له جمعه خان همدرد سره د لېدنې په اړه ډېر جزئيات نه دي ورکړي، خو لېکلي دي چې دې لېدنه کې د افغانستان پر وران سياسي وضعيت خبرې شوې. 

دا لېدنه په داسې وخت کې کيږي چې له تېرې اوونۍ د جمعيت ګوند دننه درز را پيدا شوی. په څرګنده داسې ښکاري چې جمعیت ګوند په دوه لويو برخو وېشل شوی دی. 

عطا محمد نور، يونس قانوني او د ګوند يو شمېر نورو مخکښو غړو صلاح الدين رباني د ګوند له مشرۍ لېرې کړی او په مقابل کې صلاح الدين رباني د عطا محمد نورو يونس او يو شمېر نورو سياسي څېرو غړېتوب په جمعيت ګوند کې ځنډولی دی.