ولسمشر غني (نالوستی) جنرال مرشال کړ 

 روهي (جمعه/۱۳ د چنګاښ)، تېره ورځ ځينو رسنيو د  هغه فرمان انځور تر لاسه کړی، چې د ولسمشر غني له خوا په کې جنرال دوستم ته د مارشالۍ رتبه لاسليک شوې ده. د دغه فرمان په متن کې لېکل شوي، "د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۹ فقرې د حکم اړوند، د هېواد سياسي شخصيت عبدالرشيد دوستم ته د مارشالۍ رتبه  د سياسي کړکېچونو د حل او هېواد کې د ثبات لپاره د هغې د خدمتونو لپاره ورکوم." 

جنرال عبدالرشيد دوستم چې لوړې زده کړې نه لري او ښوونځۍ يې هم تر لومړنۍ دورې لوستلی دی، د مجاهدينو د حکومت پر مهال د ستر جنرالۍ رتبې ته ورسېد. 

د نړۍ د ډېری حکومتونو د پوځي اصول اړوند د مارشالۍ رتبه هغه کس ته ورکول کيږي چې څو ځلې يې د يو بهرني هېواد پر وړاندې له خپل هېواده بريالۍ دفاع کړې وي، خو جنرال دوستم ته دغه رتبه د يوې سياسي هوکړې په ترڅ کې ورکړل شوه. 

په فرمان کې جنرال دوستم ته د مارشالۍ رتبې د ورکړې په اړه ويلي شوي دي چې نوموړي د هېواد د ثبات او کړکېچونو د حل برخه کې چوپړونه کړي دي؛ په داسې حال کې چې جنرال دوستم د مجاهدينو د حکومت پر مهال د کورنيو او بيا طالبانو حکومت کې د جګړې اړخ وو او په جنګي جنايتونو تورن پېژندل شوی دی. 

جنرال عبدالرشيد دوستم د حامدکرزي په مشرۍ د نوې ادارې په منځ ته راتګ سره هم له پوره پوځي ځواک برخمن  وو چې په شمالي ولايتونو کې د طالب په نوم د پښتانو پر وړاندې تاوتريخوالی او همدا ډول يې د ولسمشر غني د حکومت پر وړاندې نظامي بغاوتونه څرګند دي. 

د جنرال دوستم د ملېشه ځواکونو له خوا کورنيو جګړو کې د زرګونه کسان وژل کېدل، ځورېدل، چور او چپاول؛ د حامدکرزي او محمد اشرف غني د واکمنۍ په دورو کې د حکومت پر وړاندې پوځي او سياسي بغاتونه او ګواښونه؛ پر احمد ايشچي د جنسي تيري قضيه او ورته نور پېښې هغه څه دي چې نړيوالو رسنيو  او بشري ادارو د جنرال دوستم په اړه لېکلي او دی يې د جنايي جنايتکار په ډول معرفي کړی دی. 

که څه هم جنرال دوستم ته د مارشالۍ رتبې لاسليک شوی فرمان تر اوسه په رسمي ډول د حکومت له خوا اعلان شوی نه دی، خو نوموړي ته د مارشالۍ رتبې ورکړه په کور دننه له غبرګونونو سره مخ شوې. 

جنرال دوستم ته د مارشالۍ رتبې وړاندې پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د سياسي هوکړې په ترڅ کې د شمال پخواني جهادي قومندان محمد قسيم فهيم ته د مارشالۍ رتبه ورکړې وه.