له دوی مو زده کړل   (لنډه کیسه)

انځور یې په سینه پورې کلک ونیو، په ښکتنۍ شونډه یې غاښ ټینګ کړ، په ګڼه ږیره کې یې اوښکې را ماتې شوې. بیا یې ورته وکتل، ښکل یې کړ. ښه شېبه فکر پر مخ کړی و ، تر خوله یې سوړ اسوېلی ووت. تصویر یې د کوټې د وره په سر را ځوړند کړ. چیغه یې وکړه:
ـ کاش چې ژوندی وای، ما به له دې جنجاله څه غوښتل...

احساساتي شو، په بیړه ووت، له دهلیز یې ټوپک واخیست، حرکت یې وکړ. څو دقیقې وروسته په لوی باغ ننوت. د لویې ونې له تنې سره پټ شو. مخامخ پټي ته یې وکتل. هلته چاغ سړي چې سر یې پر څادر تړلی و، ځمکه یې اوبوه. کپاک یې کش کړ. پر هغه نفر یې نښان سیخ کړ.

له مخ یې مرغۍ والوته، د بلې مرغۍ له خوا سره کیناسته. هغې په پوښتني انداز ورته ځیره شه. دې ورته کړل:

ـ چوپ انسان له ټوپک سره راغلی...
دواړې غلې شوې. ټوپکوال ها بل کس ته نارې کړې:
ـ تا زما پیسې څنګه کړې؟

هغه پیلچه په ځمکه کې چوخ کړه. ورته ویې ویل:
ـ څو واره مې درته ووې، چې ستا له پلار سره مې حساب کتاب کړی.
ـ نې را کوې؟

بزګر له جیب د نصوارو کوتی را ویست، په کیڼ لاس کې یې ونیو. ورته ناره یې کړه:
ـ جرګې هم ته ملامت کړې، ولې داسې کوې؟

ـ جرګې به خود ملامتوم، ځکه تا قسم پرې وکړو، خدای د په همغه قسم ووهه...
ـ په آسانه کله مندل کیږي...

ډز شو، بزګر په اوبو کې ولوېد، له سینې یې وینه راووته. څوځله یې خوله خلاصه کړه، سترګې یې پرانیستې پاتې شوه.

ټوپکوال په بیړه له باغ منډې کړې...
د برګ مرغي له خولې توت ولویدو، سپره مرغي وخوړ. برګ ته قار ورغی ورته چیغه یې کړه:
ـ ولې د زما توت وخوړو؟

ـ وږی وم.
پرې ورټوپ یې کړل، کیڼې پیښې ته یې په موښکه وواها. ورته ویې ویل:
ـ تا ولیدل چې هغه انسان یې په خپل حق دا بل مړ کړ، اوس زه تا هم وژنم!
سپېره مرغی ویرې واخیست، تېښتې ته یې ځان جوړه و چې برګ مرغي حمله پرې وکړه. مرګ ته یې نږدې کړی و چې په برګ مرغی مور کلک ونیو او ورته ویې ویل:

ـ ولې د ووها؟
ـ حق مې یې وخوړ؟
مور یې کرجنه شوه. پرې غږ یې کړ:
ـ نو چا په خپل حق څوک وژلي؟
ـ هاغه انسان دا اوس یوه بل انسان پرې وویشت، له دوی مو زده کړل!
مور یې د سپېره مرغي خوا ته ورغله، په موښکه یې ووها، هغه بیداره شو. بېرته یې خپل زوی ته وکتل او ورته ویې ویل:
ـ مرګ او ژوند د چا په لاس کې دی؟

ـ د خدای ج
ـ نو ته اوس د خدایي دعوه کوې!؟
سترګې یې رډې شوې، لړزې واخیست، د مور په وزر یې مخ وموښه. ور غبرګه یې کړه:
ـ نه توبه! خدای دې دومره وس نه راکوي. یا ربه توبه مې ده...

ـ یو انسان چې بل وژني، مانا یې همدا ده چې قاتل د خدایي دعوه کوي...
برګ حیران خپلې مور ته وکتل. هغې خبرې اوږدې کړې:

ـ دا څو ورځنۍ ژوند باید په مینه او محبت تېر کړو. هر څوک د ژوند حق لري. د یوې ستونزې پر سر که زر مړۍ وشي، اخر به بیا هم د خبرو له لارې هواریږي....

د برګ له سترګې اوښکو خدای پاماني پیل کړه. په منډه د سپېره مرغي خوا ته ورغی، ورته کړل یې:

ـ هیله کوم، ما وبښه!
مور یې څه شېبه غلې وه، زوی ته یې ځیره شوه، ورته ویې ویل:
ـ که تاسې هم د انسان خوی خپل کړئ، نو ډېر ژر به خدای ج رانه ناراضه شي او له قهر سره به یې مخ شو...

سپېره مرغي برګ ته وکتل، ورته کړل یې:
ـ بښلی مې یې، خو د انسان عادت مه خپلوه...

د برګ مور پورته شوه، سپېره مرغی یې په پښو کې ونیو، خپل زوی ته یې وویل:
ـ زه یو ځل دی خپل کور ته رسوم، ته پټ شه چې د انسان درته پام نه شي! ژر راځم...
والوته د زړې کلا پر چوله شوي دېول ننوته...
پای